دایران د ویل چیر باسکټبال ملي ټیم افغانستان ته ماته ورکړه
Jan 19, 2024 10:58 Asia/Kabul
ایران د افغانستان د ویلچیر باسکیټبال ټیم ته د ۴۱ په مقابل کې په ۸۱ سکورونو سره ماته ورکړه .
افغان غږ خبری آژانس وایی د افغانستان او ایران ملي لوبډلې د تایلنډ په پلازمېنه بنکاک کې د اسیا پاسیفیک ویل چیر باسکټبال سیالیو په کوارټر فاینل پړاو کې له یو بل سره مخامخ شول.
ایران د افغانستان د ویلچیر باسکیټبال ټیم ته د ۴۱ په مقابل کې په ۸۱ سکورونو سره ماته ورکړه .
د افغانستان د ویل چیر باسکیټبال لوبډلې په خپلو څلورو نورو لوبو کې فیلیپین، سعودي عربستان، نیوزیلنډ او متحده عربي اماراتو ته ماتې ورکړې وه.
د آسیا - پاسیفیک ویل چیر باسکیټبال ټورنمنټ کې، 11 ټیمونه په تایلینډ کې د پاریس 2024 پارالمپیک کوټې لپاره سیالي کوي.
ټیګونه