غزه د نړۍ په ترټولو ستر زندان بدله شوې ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i145028-غزه_د_نړۍ_په_ترټولو_ستر_زندان_بدله_شوې_ده
محمد مخبر تیره شپه د ناپيئلي غورځنګ په نولسمه سرمشریزه کښې د ګډون په موه د یوګانډا پلازمینې کامپالا ښار ته تلی دی.
(last modified 2024-01-20T06:52:05+00:00 )
Jan 20, 2024 11:20 Asia/Kabul
  • غزه د نړۍ په ترټولو ستر زندان بدله شوې ده

محمد مخبر تیره شپه د ناپيئلي غورځنګ په نولسمه سرمشریزه کښې د ګډون په موه د یوګانډا پلازمینې کامپالا ښار ته تلی دی.

د ایران د اسلامي جمهوریت وړومبي مرستیال د ناپیئلي غورځنګ په غونډه کښې وویل: د صهیونیسټي رژيم له خوا د غزې تړانګې د اوږدې مودې محاصره د نړۍ په ترټولو ستر بې چته زندان باندې د دغې سیمې د بدلیدو سبب شوې ده.

محمد مخبر تیره شپه د ناپيئلي غورځنګ په نولسمه سرمشریزه کښې د ګډون په موه د یوګانډا پلازمینې کامپالا ښار ته تلی دی.

د ایرنا د خبر له مخې د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشر اول مرستیال مرستیال محمد مخبر نن (شنبه) په دغه کتنه کښې د غزې تړانګې بدلونونو ته په اشارې سره د فلسطینیانو هر ډول اقدام د هغوی ذاتي حق وباله او ویې ویل: صهیونیسټ رژیم او غربي پلويان يې هڅه کوي چې دغه روا مبارزه د یو داسې ترهګر اقدام په توګه معرفي کړي چې قانوني توجیه نه لري او یوه دوکه ده.

د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر وړومبي مرستیال د هیګ په نړیواله محکمه کښې د غاصب صهیونیسټي رژیم خلاف د نړیوال شکایت په طرحه کښې د جنوبي افریقې د باتورانه اقدام او نوښتي عمل په قدرونې سره وویل: په خاورو او وینو کښې د بیګناه انسانانو لغړول او د څه باندې۲۴ زره کسانو لیونډوله وژله چې زیاتره په کښې ښځې او ماشومان دي، د هغه بې قابو شوي تشدد او نسل وژنې نښه ده چې د یو معلوم هویت لرونکي ولس خلاف روانه ده.

محمد مخبر په دې خبرې سره چې د ایران اسلامي جمهوریت د ناپيئلي غورځنګ له غړو غواړي چې له آپارټایډ صهیونیسټي رژیم سره د مقابلې لپاره له خپلو ټولو سیاسي او اقتصادي وړتیاؤ استفاده وکړي، څرګنده کړه: په غزه کښې سمدستي د اوربند ټینګښت، د غزې ټولو سیمو ته د انساني مرستو سمدستي لیږل، د اوسیدونکو په زور د کوچولو د سیاست بیخي بندیدل او هم د غزې او د نیواکي فلسطین د نورو سیمو د بیارغونې د بهیر سمدستي بندیدل باید په ایجنډا کښې راشي.

مخبر همداشان د امریکې او ځینو هیوادونو یواړخیز بندیزونه د اقتصادي ترهګرۍ یوه څرګنده نمونه وبلله او ویې ویل: د نړۍ خپلواک او پتمن ولسونه تحمیل او تحقیر نه زغمي ځکه چې د یواړخیزپالنې او خپل سرو سیاستونو د تپلو دوران تیر شوی دی.