د ایران ولسمشر د نویو سفیرانو باورلیکونه تر لاسه کړ
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د نیکاراګوئې، بورکینافاسو، جاپان، جنوبي افریقا او د بیلجم د نویو سفیرانو بارولیکونه تر لاسه کړي دي.
د ایران ولسمشر سید ابراهیم رئیسي په تهران کې د نیکاراګوئې د نوی سفیر رامون آلبرتو مونکادا کولیندرس سره په کتنه کې د دواړو هیوادونو سیاسي اړیکې ښې وبللې او وویل: د نیکاراګوئې دریځ د نړیوالو مسائلو منجمله په غزې کې د صهیونیستانو د جنایاتو په وړاندې، عدالت پاله دی او که نورو هیوادونو هم داشان دریځ درلودای نو صهیونیست رژیم او د هغه ملاتړو هیوادونو د فلسطینیانو په ضد د داسي جنایاتو د تر سره کولو جرات نه پیدا کوی.
د نیکاراګوئې نوی سفیر هم د دې په بیانولو چي هیواد یې له ایران سره په مختلفو ډګرونو کې د اړیکو د پراختیا غوښتونکی دی، په کرمان د ترهګریز برید د امله د ایران له ولس او حکومت سره، د خواخوږی اظهار وکړ.
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر همداشان د بورکینافاسو د نوی سفیر محمد کابوره د باورلیک د تر لاسه کولو په ملاقات کې وویل: د امریکا، صهیونیست رژیم او ځینو غربي هیوادونو او ملګرو یې چي ټروریزم سره د مبارزې ادعا کوي، خپله د ټرور او د ترهګرو ډلو سرچینې دي.
د ایران ولسمشر له افریقایي هیوادونو او په تېره بیا بورکینافاسو سره، د اړیکو د پراختیا په ضرورت ټینګار وکړ، د بورکینافاسو نوی سفیر هم له تهران سره، د اړیکو د پراختیا په لړ کې د خپل هیواد د چمتووالی خبر ورکړ.
د ایران ولسمشر په تهران کې د جاپان د نوی سفیر تسوکادا تاماکی د باورلیک د تر لاسه کولو په مراسمو کې د دواړو هیوادونو اړیکې تاریخې او مخ په ودې وبلل او وویل: ایران په مختلفو ډګرونو کې له جاپان سره د اړیکو د پراختیا لپاره پلانونه لري، د امریکا ظالمانه بندیزونه لاهم ورته هیڅ لاسته راوړنه درلودلې نه دی او د دواړو هیوادونو تر مینځ د اړیکو په وړاندې خنډ نه شي ګرځېدای.
رئیسي په تهران کې د جنوبي افریقا د نوی سفیر فرانسیس مولوی د باورلیک د تر لاسه کولو په ملاقات کې د دواړو هیوادونو اړیکې مخ په ودې وبللې او جوته کړه: له صهیونیست رژیم څخه په نړیواله محکمه کې د شکایت لپاره د جنوبي افریقا اقدام یو تاریخي او د ستاینې وړ کار دی او ایران له دغه اقدام څخه ملاتړ کوي.
د ایران ولسمشر د دې په بیانولو چي له جنوبي افریقا سره د اړیکو د پراختیا په لړ کې هیڅ خنډ موجود نه دی، د دواړو هیوادونو د همکاریو زیاتېدا د دواړو ولسونو په ګټه وباله. د جنوبي افریقا نوی سفیر هم د اړیکو له پراختیا څخه هرکلی وکړ.
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر همداشان په تهران کې د بلجیم د نوی سفیر میشل مالهرب د باورلیک د ترلاسه کولو په ملاقات کې په دې باندې په تینګار سره چي د ایران اسلامي جمهوریت د نړۍ له ټولو هیوادونو سره د احترام په بنیاد د اړیکو د پراختیا لپاره هیڅ محدودیت نه لري، وویل: امریکا د خپل ناوړه کړچار او په تېره بیا د اسرائیل د ماشوم وژنې رژیم له جنایاتو څخه د ملاتړ په خاطر نور په نړۍ کې خپل اعتبار د لاسه ورکړی دی او اروپایي هیوادونو ته په کار دی چي خپلې ګټې او اړیکې د امریکا له ګټو نه جلا او په خپلواکه توګه تعقیب کړي.
رئیسي یادونه وکړه چي ایران د احترام په بنیاد له اروپایي هیوادونو سره د اړیکو پراختیا اراده لري، د بلجیم نوی سفیر هم هیله وښوده چي د ایران او د اروپا تر مینځ د اختلافاتو په هوارېدو سره، د اړیکو د پراختیا زمینه برابره شي.