بهرنیان د هرمز تنګی د امنیت په ټینګولو کی رول نلري
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i145134-بهرنیان_د_هرمز_تنګی_د_امنیت_په_ټینګولو_کی_رول_نلري
د شهید ابو مهدي المهندس کشتۍ د فارس خلیج د سیمې د مسلمانو هیوادونو لپاره د سولې او دوستۍ پیغام لري.
(last modified 2024-01-22T23:31:14+00:00 )
Jan 23, 2024 03:59 Asia/Kabul
  • بهرنیان د هرمز تنګی د امنیت په ټینګولو کی رول نلري

د شهید ابو مهدي المهندس کشتۍ د فارس خلیج د سیمې د مسلمانو هیوادونو لپاره د سولې او دوستۍ پیغام لري.

 

د اسلامی انقلاب د سپاه پاسداران د سمندری ځواک قوماندان سردار علیرضا تنګسیری په دې خبرې  په ټینګار سره چې د هرمز تنګی امنیت د سیمې د هیوادونو له خوا تامین شوی دی، وویل: بهرنیان په دغه حساسه سیمه کښې د امنیت په رامینځته کولو کښې هیڅ رول نه لری.

د ایرنا د راپور له مخې د ایران د اسلامی انقلاب د سپاه پاسداران د سمندری ځواکونو قوماندان جنرال علیرضا تنګسیری له العالم خبری چینل سره په مرکه کښې په هرمز تنګی کښې د امنیت د تامینولو لپاره د سمندری ځواکونو عملیاتو ته په اشارې سره وویل: له هغه هیواد سره چې په سمندري غلو کې ښکیل وي او د ایران د اسلامي جمهوریت تیل غلا کړی ، ورته مقابله کوو .

هغه د شهید ابو مهدي المهندس کشتۍ د فعالیت په اړه وویل: د شهید ابو مهدي المهندس کشتۍ د فارس خلیج د سیمې د مسلمانو هیوادونو لپاره د سولې او دوستۍ پیغام لري.

هغه ټینګار وکړ: مونږ بشپړ چمتووالی لرو او باید تل چمتو واوسو، په دې برخه کې هغه تمرینونه چې مونږ ه په سیمه کې ترسره کوو، زموږ چمتووالی ښیې.

سردار تنګسیري همدارنګ په باب المندب تنګي کښې د یمن د سمندري ځواکونو د عملیاتو په هکله وویل دغه عملیات او د صهیونیسټي رژیم د بېړیو او یا د نیواکګر رژیم د بېړیو د تګ راتګ مخنیوی د غزې د مسلمانانو له ملاتړ سره سم دی. .

هغه زیاته کړه: نړۍ په ځانګړې توګه لویدیځوال او امریکا او هغه کسان چې په ناحقه د صهیونیسټانو د وینو تویولو ملاتړ کوي باید په دې مسله کښې خپل نظر بدل کړي.

سردار تنګسیري وویل: یمن یو خپلواک هیواد دی چې یو پیاوړی پوځ او پیاوړی رهبرهم  لری چې په خپلواکه توګه عمل کوي او له هیچا امر نه اخلي.