ایران په غزې کښې د فلسطینیانو د وژلې د بندیدا غوښتنه وکړه
زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان په غزې تړانګه کښې د صهیونیسټ رژیم د نسل کشۍ په بندولو ټینګار وکړ.
د ایران د اسلامي جمهوریت د باندنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان په نیویارک کښې له ای بي سي نیوز(ABC NEWS) ټیلي ويژن سره په مرکه کښې د فلسطین په غزې تړانګه کښې د نسل وژنې د بندولو او په سره سمندر کښې د امنیت د تامینولو پرضرورت باندې ټینګار سره وویل د یمن خلک د کشتیو د تګ راتګ امنیت ته پاې بنده دي خو د فلسطین د خلکو د ملاتړ لپاره یې فیصله کړي ده هغه کشتیانې چې د صهیونیسټ رژيم د بندرونو په لور حرکت کوي په سره سمندر کښې ونیسي چې دا یوه زړوره فیصله ده.
هغه د غزې تړانګې د خلکو په وژلو کښې له صهیونیسټ رژیم سره د امریکا په وسله والو مرستو باندې نیوکې سره سیمې ته د ارامښت او د ثبات د ستنولو لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت هڅو ته په اشارې سره وویل ایران په دې لاره کښې کلونه کلونه په عراق او سوریې کښې له داعش ترهګرې ډلې سره وجنګیده او په دغو هیوادونو کښې د ایران تر ټولو بهترین پوځي سلاکاران د ترهګرو په لاس شهیدان شول.
د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان په نړیوال امنیت او سولې کښې د ملګروملتونو د خوځنده رول لوبولو پرضرورت باندې ټینګار سره په دې خبرې سره چې هیڅوک به له جنګ څخه ګټه پورته نکړي وویل امریکا باید پوهه شي چې په سیمه کښې امنیت به له پوځي اقدام او د جنګ له لارې ترلاسه نشي ؛زمونږ سیمه د سترو تاریخي تمدنونو سیمه ده او باید په احترام او د تمدن په ژبه او خبرو سره د سترو تمدنونو له لرونکو هیوادونو سره خبرې وشي.
هغه په فلسطین کښې د جنګونو جرړه د صهیونیسټ رژيم د څه د پاسه اویا(۷۰) کاله نیواک وباله او زیاته یې کړه د ایران د اسلامي جمهوریت له نظره د فلسطین حماس غورځنګ یو ازادۍ غواړی غورځنګ دی چې د نیواکګرۍ په مقابل کښې ولاړ دی.