د ایران او پاکستان په اړیکو کې د نوی پړاو پېلېدا
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i145350-د_ایران_او_پاکستان_په_اړیکو_کې_د_نوی_پړاو_پېلېدا
د ایران د اسلامي جمهوریت او پاکستان تر مینځ له لنډ مهاله لانجو وروسته، تېره ورځ د دواړو هیوادونو سفیران بیرته خپلو ماموریت ځایونو ته ورستانه شول.
(last modified 2024-08-04T07:10:57+00:00 )
Jan 27, 2024 10:00 Asia/Kabul
  • د ایران او پاکستان په اړیکو کې د نوی پړاو پېلېدا

د ایران د اسلامي جمهوریت او پاکستان تر مینځ له لنډ مهاله لانجو وروسته، تېره ورځ د دواړو هیوادونو سفیران بیرته خپلو ماموریت ځایونو ته ورستانه شول.

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت د جنوبي اسیا مسئول سید رسول موسوي د ایران او پاکستان د سفیرانو د کار د پیلېدو د خبر ورکولو په ترڅ کې د دواړو هیوادونو تر مینځ د ملګرتیا په پیاوړي کولو کې د ټولنیزو رسنیو په مسئولیت باندې په ټینګار سره وویل: د دواړو هیوادونو چارواکی او ولسونه د اړیکو له بیرته رغېدو څخه خوشحاله دي.

په پاکستان کې د ترهګرو په پټنځای باندې د ایران له برید، او بیا د ایران په ځینو سرحدي سیمو د پاکستان له  ځوابی بریدوروسته چي د اسلام اباد په وېنا، د پاکستاني ترهګرو پټنځایونه وه، د دواړو مهمو اسلامي هیوادونو په تاریخي اړیکو باندې د شک او شبهې سیورې وغځېدلې، لیکن د دواړو هیوادونو چارواکو د شخړو له زیاتېدو نه د مخنیوی په ضرورت ټینګار وکړ او بیا اسلام آباد له تهران سره، په اړیکو کې د لانجو د کمېدو په هکله د هوکړې خبر ورکړ. همدارنګه د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر جلیل عباس جیلانی د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان ته د سفر بلنه ورکړ، ټاکل شوې ده چي د ایران خارجه وزیر د دوشنبې په ورځ اسلام اباد ته په سفر لاړ شي.

سره له دې چي د ایران او د پاکستان چارواکو د دواړو هیوادونو تر مینځ د لانجو په ښه مدیریت بریالي شول لیکن باید دې ته پام وشي چي د دواړو ګاونډیو هیوادونو په پولو کې وروستۍ پېښې یو ځلې بیا وښوده چي په ګډو سرحداتو کې له ټروریزم سره د مقابلې لپاره د امنیتي هوکړو عملي کېده، یوه ډېره ضروري چاره ده. په حقیقت کې یوازنۍ مساله چي په وروستیو کلونو کې د ایران او پاکستان په اړیکو د ستونزو او اختلافاتو لامل شوی دی، په پاکستان کې د ځینو ترهګرو شتون او فعالیت دی چي په ځلونو یې په ایران باندې بریدونه کړي دي.

په دې خاطر د ایران د اسلامي جمهوریت چارواکو له خپل پاکستاني سیالانو سره، په کتنه کې د پاکستان په خاوره کې د شرغواړو او ترهګرو عناصرو له شتون څخه سختې اندېښنې څرګندې کړي دي او د یو شمېر ترهګرو ډلو په هکله چي د بهرنیو هیوادونو له خوا یې ملاتړ کیږي خبرداری ورکړي دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر هم تېره اوونۍ د خپل پاکستانی سیال د ټلفوني تماس په ځواب کې یادونه وکړه چي د دواړو هیوادونو تر مینځ په سرحدي چارو کې تر سره شوې امنیتي هوکړې باید په ډېر جدیت سره عملي شي.

ایران او پاکستان په وروستیو کلونو کې د ستونزو د مخنیوی لپاره، د سرحدي حصار د جوړولو او د دواړو هیوادونو د پوله ساتو ځواکونو تر مینځ د همږغیو په شمول مختلف اقدامات تر سره کړي دي، لیکن هغه څه چي د دواړو هیوادونو په سرحداتو کې د ستونزو له هوارولو سره مرسته کولایشي، د امنیتي او استخباراتي همکاریو پیاوړتیا ده، داسي مساله چي اوس مهال پاکستان ورته ګروهنه ښودلې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر جلیل عباس جیلاني له ایران سره د ښو او ورورګلوی اړیکو اهمیت ته په ټینګار سره ویلي دي چي اسلام اباد ته د ایران د خارجه وزیر راتلونکی سفر د دواړو هیوادونو تر مینځ له ټروریزم سره د ګډې مبارزې د لارو چارو د هوارولو په موخه تر سره کیږي.

د پاکستان اکسپرس ټریبیون ورځپاڼې هم په دې هکله لیکلي دي: له وروستیو پېښو نه وروسته، پاکستان له ایران سره په نویو امنیتي لاروچارو باندې د غور کولو لپاره چمتو دی څو په راتلونکو کې د داسي ډول پېښو مخنیوی وشي. یوه طرحه له ټروریزم سره د مبارزې لپاره د موجوده لاروچارو پیاوړتیا ده چي کولایشي د دواړو هیوادونو تر مینځ د استخباراتي همکاریو د پراختیا لامل شي.

معلومداره خبره ده چي ایران او پاکستان د زیاتو مذهبي، تاریخي او فرهنګي مشترکاتو او د ۹۰۰ کیلومټرو ګډو پولو په درلودلو سره، له ټروریزم او ناامنیو سره په مقابله کې ګډې ؛ټي لري او دا د دواړو هیوادونو تر مینځ د اړیکو د پیاوړتیا یو لامل کېدایشي.  په دې خاطر د خپلو ماموریت ځایونو ته د دواړو هیوادونو د سفیرانو بیرته ستنېدا د تهران او اسلام آباد تر مینځ د اړیکو د پیاوړتیا او له ټروریزم سره د ګډې مبارزې لپاره د جدي ارادې ښودنه کوي.

د پآکستان  سفیر محمد مدثر تیپو تهران ته د ستنېدو پر مهال ویلي دي چي د ایران او پاکستان پیاوړتیا او د دواړو هیوادونو تر مینځ د تاریخې اړیکو دوام د سیمې او د ولسونو لپاره زیات اهمیت لري، اوس د دواړو هیوادونو په اړیکو کې د یو نوی پړاو د پیلولو وخت رسېدلی دی.