په ایران باندې د برید پلوي کوونکي سناټوران لیونيان دي
مشهور امریکایي خبریال او شناند هغه امریکایي سناټوران چي په ایران باندې د برید غوښتونکي دي، لیوني بللي دي.
د فاکس نیوز مخکنی مجری او مشهور امریکایي خبریال ټاکر کارلسون، په خپل وروستی پروګرام کې په اردن کې د امریکایانو په اډې باندې د برید په هکله په تحلیلي خپرونه کې هغه امریکایي سناټوران چي په ایران باندې د برید غوښتونکي دي، لیونیان بللي دي.
تېره ورځ په اردن کې د امریکایانو په اډې باندې په برید کې په لسګونو امریکایي ځواکونو ته مرګژوبله اوښتې ده. په داسي حال کې چي د دې برید مسئولیت د عراق مقاومت په غاړه اخیستی دی خو د امریکا ولسمشر بایډن ایران ګرم بولي.
د بلومبرګ رسنۍ په دې اړه په خپل راپور کې ویلي چي امریکا په اردن کې په خپلې اډې باندې د برید د ځواب ویلو په موخه د مختلو لارو چارو په ارزولو منجمله د ایران په ضد د یوه پټ عملیات په څېړلو لګیا ده.
دا په داسي حال کې دی چي په ملګرو ملتونو کې د ایران اسلامي جمهوریت استازولي په اردن کې د امریکایانو په اډې باندې په برید کې هر ډول ښکېلتیا رد کړې ده خو په عین حال کې ایراني چارواکو خبرداری ورکړي دي چي په پولو په دننه او یا بهر کې د اسلامي جمهوریت په ګټو باندې هر ډول تېری ته سخت ځواب ورکوي.