له کورنیو تولیداتو د اسلامي انقلاب د معظم رهبر کتنه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i145464-له_کورنیو_تولیداتو_د_اسلامي_انقلاب_د_معظم_رهبر_کتنه
د اسلامي انقلاب معظم رهبر نن سهار د امام خمینی ره په جومات کې د کورنیو تولیداتو له نندارتون څخه کتنه وکړه.
(last modified 2024-01-29T07:45:14+00:00 )
Jan 29, 2024 12:13 Asia/Kabul
  • له کورنیو تولیداتو د اسلامي انقلاب د معظم رهبر کتنه

د اسلامي انقلاب معظم رهبر نن سهار د امام خمینی ره په جومات کې د کورنیو تولیداتو له نندارتون څخه کتنه وکړه.

د اسلامي انقلاب د معظم رهبر د اطلاع رسونې د دفتر له راپور سره سم، سږ کال په تهران کې د کورونیو وړتیاو او تولیداتو د نندارتون ځانګړنه د پوه بنسټ شرکتونو رول لوبونه ده.

په دغه نندارتون کې پوه بنسټو شرکتونو د انرژیو، پټروکیمیکل، ګاډو تولید، معدن او اوسپنیز صنعت، سپوږمکۍ او مخابرات، کړهنې او خوړو صنعت، طبي سامان الات، هوایي، سمندري او ځمکني ټرانسپورت، نساجي، کورني سامان الات او ساختماني مصالو په دګرونو کې خپل وروستۍ لاسته راوړنې او نوښتونه نندارې ته وړاندي کړې وه.

د تیلو د څاګانو د کېندلو ماشین الات او کاټالیستونو ډیزاین او تولید په هیواد کې دننه، د پوه بنسټو شرکتونو له هغو وړتیاو څخه وو چي په دغه نندارتون کې ورته زیاته توجه شوې وه.د برق او د برېښنا د تولید په ډګر کې هم پوه بنسټو شرکتونو خپل نوښتونه نندارې ته وړاندې کړه.

په هیواد کې دننه جوړ شوي برقی موټران او موټرسیکلونه هم په نندارتون کې له وړاندي شویو محصولاتو له جملې څخه دي.