د ۲۸ هېوادونو سیلانیانو له ویزې پرته ایران ته تګ کولای شي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i145596-د_۲۸_هېوادونو_سیلانیانو_له_ویزې_پرته_ایران_ته_تګ_کولای_شي
د ایران د بهرنیو چارو وزارت د قونسلګریو چارو مرستیال وایي، د اته ویشت هېوادونو اتباع کولای شي چې د فبرورۍ له څلورمې نیټې وروسته له ویزې پرته د یو ټیکټ په کولو سره ایران ته سفر وکړي.
(last modified 2024-02-01T04:47:06+00:00 )
Feb 01, 2024 09:16 Asia/Kabul
  • د ۲۸ هېوادونو سیلانیانو له ویزې پرته ایران ته تګ کولای شي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د قونسلګریو چارو مرستیال وایي، د اته ویشت هېوادونو اتباع کولای شي چې د فبرورۍ له څلورمې نیټې وروسته له ویزې پرته د یو ټیکټ په کولو سره ایران ته سفر وکړي.

د ایرنا د خبر له مخې؛ د ایران د بهرنیو چارو وزارت د قونسلګریو چارو مرستیال علیرضا بیکدلي وایي، د ایران د بهرنیو چارو وزارت اجرایي حکم او د وزیرانو شورا د تصویب له مخې؛ د نړۍ د اته ویشت هېوادونو وګړي چې غواړي، ایران ته تفریحي سفر ترسره کړي، د فبرورۍ له څلورمې نیټې وروسته د ویزې اخیستو پرته یاده چاره ترسره کولای شي.

نوموړي زیاتوي، د هندوستان وګړي کولای شي چې د هوايي سفر په کولو سره دغه هېواد ته له ویزې پرته سفر وکړي، خو که د ځمکې له لارې د تفریحي سفر علاقه لري، باید ویزه واخلي.

د هغه د معلوماتو له مخې؛ په دغه هېوادونو کې عربستان، قطر، امارات، بحرین، کویټ، ازبکستان، قرغزیستان، ټونس، تانزانیا، موریتاني، زیمبابوۍ، جاپان، اندونیزیا، سنګاپور، ویتنام، کمبوډیا، ماریس، سیچلس، برونای، برازیل، مکسیکو، پیرو، کروشیا، سربیا، بوسنیا او هرزه ګوینا، بیلاروس او هند شامل دي.

د ایران اسلامي جمهوریت له دې مخکې له روسیې سره په دوه اړخیزه توګه د دواړو هېوادونو د اتباعو ویزې لغوه کړې وې.

په وروستیو څو لسیزو کې ایران په ساینسي ډګر کې د نړۍ له پرمختللو هېوادونو سره څنګ په څنګ ولاړ دی او هر کال له ګاونډیو هېوادونو څخه په زرګونو کسان د روغتیايي سیلانیانو په توګه ایران ته داخلیږي.

دغه راز په صنعتي، هنري او کلتوري برخو کې ډېر نړيوال نندارتونونه او جشنونه په ټول کال کې په ايران کې ترسره کېږي چې د زرګونو سيلانيانو پام ځانته اړوي.