اسلامي ایران په یمن د امریکا او بریتانیا بریدونه وغندل
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i145728-اسلامي_ایران_په_یمن_د_امریکا_او_بریتانیا_بریدونه_وغندل
زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو د وزارت «ناصر کنعاني چافي» د یمن په بیلابیلو سیمو او ښارونو باندې د امریکا او د بریتانیا توغندوي او هوايي حملې وغندلې.
(last modified 2024-02-04T19:34:05+00:00 )
Feb 04, 2024 10:26 Asia/Kabul
  • اسلامي ایران په یمن د امریکا او بریتانیا بریدونه وغندل

زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو د وزارت «ناصر کنعاني چافي» د یمن په بیلابیلو سیمو او ښارونو باندې د امریکا او د بریتانیا توغندوي او هوايي حملې وغندلې.

هغه دغه بریدونه د امریکا او د بریتانیا لخوا د نړیوالو حقوقو ستره خلاف ورزۍ او د یمن د ځمکنۍ بشپړتیا او د واکمنۍ بیا بیا خلاف ورزۍ وبلله او ویې ویل: د دا ډول خپل سره اقداماتو دوام یوه ښکاره بلا غوښتنه او د نړیوالې سولې او د امنیت لپاره اندیښمنونکی ګواښ دی.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني چافي» زیاته کړه د سیمې په هیوادونو باندې په پوځي حملو کښې د امریکا او د بریتانیا ماجرا غوښتنې په سیمه کښې د خپلو ناجایزو هدفونو د پرمخ بیولو لپاره له پوځي کړچار څخه په استفادې کښې د واشنګټن او د لندن د غلط سیاست او د کړچار دوام وباله.

هغه وویل دغه حملې د امریکا او د بریتانیا له هغو بیا بیا ادعګانو سره ښکاره تعارض لري چې وايي په سیمه کښې د جنګ او د جګړې د پراخولو غوښتونکي نه دي.

ناصر کنعاني چافي ټینګار وکړ بې شکه نړیواله ټولنه د امریکا او د بریتانیا د ځواب د ورکولو مسوولیت لري.

د امریکا دفاع وزارت په یوې بیانیې کښې وویل بریتانیا او امریکا د اسټرالیا، د کاناډا، ډانمارک، هالینډ ، نیوزي لینډ او بحرین په ملاتړ سره  په  یمن حملې کړي دي.

په عین حال کښې د یمن د انصار الله غورځنګ د سیاسي دفتر غړي محمد البخیتي د خپل هیواد پرضد د امریکا او د انګلستان نویو حملو ته په غبرګون کښې وویل د صهیونیسټ رژیم پرضد د یمن د وسله والو ځواکونو حملې به په غزې تړانګې باندې د اسرائیلو د رژیم د تیریو تر بندیدا پورې دوام ولري.