اسلامي ایران په یمن د امریکا او بریتانیا بریدونه وغندل
زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو د وزارت «ناصر کنعاني چافي» د یمن په بیلابیلو سیمو او ښارونو باندې د امریکا او د بریتانیا توغندوي او هوايي حملې وغندلې.
هغه دغه بریدونه د امریکا او د بریتانیا لخوا د نړیوالو حقوقو ستره خلاف ورزۍ او د یمن د ځمکنۍ بشپړتیا او د واکمنۍ بیا بیا خلاف ورزۍ وبلله او ویې ویل: د دا ډول خپل سره اقداماتو دوام یوه ښکاره بلا غوښتنه او د نړیوالې سولې او د امنیت لپاره اندیښمنونکی ګواښ دی.
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني چافي» زیاته کړه د سیمې په هیوادونو باندې په پوځي حملو کښې د امریکا او د بریتانیا ماجرا غوښتنې په سیمه کښې د خپلو ناجایزو هدفونو د پرمخ بیولو لپاره له پوځي کړچار څخه په استفادې کښې د واشنګټن او د لندن د غلط سیاست او د کړچار دوام وباله.
هغه وویل دغه حملې د امریکا او د بریتانیا له هغو بیا بیا ادعګانو سره ښکاره تعارض لري چې وايي په سیمه کښې د جنګ او د جګړې د پراخولو غوښتونکي نه دي.
ناصر کنعاني چافي ټینګار وکړ بې شکه نړیواله ټولنه د امریکا او د بریتانیا د ځواب د ورکولو مسوولیت لري.
د امریکا دفاع وزارت په یوې بیانیې کښې وویل بریتانیا او امریکا د اسټرالیا، د کاناډا، ډانمارک، هالینډ ، نیوزي لینډ او بحرین په ملاتړ سره په یمن حملې کړي دي.
په عین حال کښې د یمن د انصار الله غورځنګ د سیاسي دفتر غړي محمد البخیتي د خپل هیواد پرضد د امریکا او د انګلستان نویو حملو ته په غبرګون کښې وویل د صهیونیسټ رژیم پرضد د یمن د وسله والو ځواکونو حملې به په غزې تړانګې باندې د اسرائیلو د رژیم د تیریو تر بندیدا پورې دوام ولري.