د ایران پر وړاندې متحدالشکل استکبار دسیسه جوړوي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i145784-د_ایران_پر_وړاندې_متحدالشکل_استکبار_دسیسه_جوړوي
د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو مرستیال د دې په بیان سره چې د ایران پر وړاندې متحدالشکل استکبار  دسیسه جوړوي زیاته کړه: په هېڅ داسې وخت کې دا ډول دښمني د هېڅ یوه ملت پر وړاندې ثبت شوې نه ده.
(last modified 2024-02-05T09:12:17+00:00 )
Feb 05, 2024 13:39 Asia/Kabul
  • د ایران پر وړاندې متحدالشکل استکبار دسیسه جوړوي

د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو مرستیال د دې په بیان سره چې د ایران پر وړاندې متحدالشکل استکبار  دسیسه جوړوي زیاته کړه: په هېڅ داسې وخت کې دا ډول دښمني د هېڅ یوه ملت پر وړاندې ثبت شوې نه ده.

د تسنیم خبري آژانس د خبر له مخې، د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو مرستیال سردار علي فدوي وویل: امریکا تل په ټولو برخو کې ځان په حقه بللې او له خپلو متحدانو سره د نړۍ د مظلومانو پر وړاندې ولاړه ده او هېڅکله یې له کوم مظلوم څخه دعاع نه ده کړې او په خفت او خوارۍ سره یې داسې ښودلې، چې ایران په سیمې کې د کړکېچ عامل دی، په داسې حال کې چې ۶۰ کاله وړاندې امام خمیني (ره) صهیونیسټي رژیم ته د سرطاني غدې نوم ورکړی وو او اوس نړۍ پوهه شوې، چې زموږ بصیرت ۶۰ کاله له نړۍ څخه مخکې دی.

سردار فدوي په دوام کې د صهیونیسټي رژیم پر وړاندې نړیوال پاڅون، د اسلامي انقلاب د حقه جبهې د افشا کولو پایله یاده کړه او وویل: د نړۍ خلک اوس د امریکا او صهیونیسټي رژیم پر وړاندې د اسلامي انقلاب شعارونه ورکوي، چې امریکا ۷۵ کاله دوی د صهیونیسټي رژیم په قضیه کې غولولي دي.

سردار فدوي په دوام سره د اسلامي نظام په ټینګېدو کې د خلکو رول ته په اشارې سره وویل: په تېرو ۴۵ کلونو کې د اسلامي ایران سرلوړي، د خلکو په خاطر وه.