Feb 06, 2024 13:26 Asia/Kabul
  • صهیونیسټي رژیم ته د اسلامي هېوادونو پر پرېکنده ګوزار د انقلاب د معظم رهبر ټینګار

د انقلاب معظم رهبر په غزه کې اوسنۍ جګړې ته په اشارې سره، د بیت المقدس نیواکګر رژیم ته د مسلمانو ولسونو لخوا د پرېکنده ګوزار غوښتنه وکړه.

له سباوون لسیزې سره هم مهاله او د ۱۳۵۷ لمریز کال د سلواغې د میاشتې په ۱۹مه نېټه له امام خمیني (ره) سره د پوځي قوماندانانو د یوې ډلې د تاریخي بیعت د کلیزې په درشل کې، د ایران د اسلامي جمهوریت د وسله والو ځواکونو او دفاعي ځواکونو یوه ډله قوماندانانو د حضرت امام خمیني (ره) په حسینیه کې د انقلاب له ستر لارښود سره وکتل. د انقلاب معظم رهبر په دغه کتنه کې د مختلفو موضوعاتو په اړه خبرې وکړې، چې له هغې جملې څخه د غزې جنګ وو.

د غزې د جګړې په اړه د انقلاب د معظم رهبر د وینا لومړی ټکی، په دغه جنګ کې د انساني غمیزو رامنځته کېدل وو. د فلسطین د روغتیا وزارت د وروستیو شمېرو له مخې، په غزې تړانګه کې د صهیونیسټانو له لوري په ۱۲۲ ورځو جنګ کې، ۲۷ زره او ۴۷۸ کسان شهیدان او ۶۶ زره ۸۳۵ ژوبل شوي دي. نږدې ۷ زره کسان لا هم لادرکه او تر خاورو لاندې دي. په بل عبارت، په دې جګړه کې له لادرکه شویو پرته، هره ورځ په منځنۍ کچه ۲۲۵ شهیدان شوي او ۵۴۲ تنه نور هم ټپیان شوي دي. دغه شمېرې په غزې تړانګه کې د صهیونیسټي رژیم د نسل وژنې یوه روښانه بېلګه ده .

له دغه جنایت سره سره، بیا هم اسلامي هېوادونو د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو د مخنیوي لپاره کوم جدي اقدام نه دی کړی او همدغه غبرګون نه ښودل هم، په غزه کې د دغه جنایت د دوام یو مهم عامل دی. د دغه جنګ په اړه  د اسلامي حکومتونو د چوپتیا او خاموشۍ په سیوري کې، د اسلامي انقلاب معظم رهبر په خپله وینا کې له مسلمانو ولسونو وغوښتل، چې صهیونیسټي رژیم ته د پرېکنده ګوزار لپاره پر خپلو حکومتونو فشار واچوي. په حقیقت کې، د انقلاب د معظم رهبر دغه څرګندونې په غزې کې د جنایتونو پر وړاندې د اسلامي حکومتونو پر چلند نیوکه وه.

حضرت آیت الله العظمی خامنه يي پر دې خبرې په ټینګار سره چې ملتونه د حکومتونو د نسکورولو او د صهیونیسټي رژیم د ملاتړ د پرې کولو توان لري، وویل: سره له دې چې دغه ظالم او ځناور رژیم، د ښځو، ماشومانو او ناروغانو ژوند موخه ګرځوي او له شلو زرو ډېر انسانان یې په شهادت رسولي دي، خو ځینې اسلامي هېوادونه بیا هم له هغه سره اقتصادي مرستې کوي او حتی داسې اورېدل کېږي، چې ځینې هېوادونه صهیونیسټي رژیم ته وسلې هم ورکوي .

تر اوسه پورې اسلامي هېوادونو په ځلونو د مظاهرې په ترسره کولو سره، پر غزې باندې د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو د ختمولو او همدارنګه د غزې له خلکو د اسلامي هېوادونو د ملاتړ غوښتنه کړې ده. د یمن د ملیونونو خلکو لاریون چې په تېرو څلورو میاشتو کې څو ځلې ترسره شو، یو له دغو اقداماتو څخه دی. خو دغه لاریونونه صهیونیسټي رژیم ته د پریکنده ګوزار او پر دغه رژیم د غزې د جنایتونو د بندولو لپاره د فشار راوړلو سبب نه شول.

معظم رهبر په خپلو خبرو کې، له دغه پرېکنده ګوزار څخه مطلب، د اسلامي هېوادونو او صهیونیسټي رژیم ترمنځ د اقتصادي اړیکو د ختمولو په معنا یاد کړ. د غزې د جګړې په ترڅ کې دغه رژیم وښوده چې د ستونزو جرړه یې اقتصادي مسایل دي، ځکه د دې ترڅنګ چې جګړه ډېر لګښت لري، د اسلامي هېوادونو د اقتصادي اړیکو پرې کول هم کولای شي، د اشغال شویو سیمو پر خلکو د فشار او د ولسي لاریونونو د زیاتېدو په پایله کې، په غزه کې د جګړې د پایته رسولو لامل شي.

ټیګونه