امریکا، په غزه کښې د صهیونیسټانو د نسل وژنې د دوام مسئوله
لویدیځو قدرتونو په تیره بیا امریکا له صهیونیسټ رژیم سره د هراړخیز ملاتړ په دوام سره په عملی توګه په غزې تړانګه کښې د جنګ او د فلسطینیانو د وژلې د دوام د ختمولو مخه نیولې ده.
صهیونیسټ رژیم له عربو هیوادونو او د فلسطین او لبنان له مقاومتی ډلو سره په ټولو جنګونو کښې د لویدیځ له ملاتړه برخمن دی او د لویدیځو قدرتونو په بشپړ ملاتړ سره د غزې وروستۍ جګړې ته دوام ورکوی .
د اکتوبر په اوومه نېټه د طوفان الاقصی په نامه د فلسطیني مقاومت له عملیاتو وروسته صهیونیسټي رژیم په غزې تړانګې بې سارې هوايي او ځمکني بریدونه پیل کړل، د فلسطین د روغتیا وزارت د وروستیو احصایو له مخې په غزې تړانګه کښې د دغو بریدونو له امله تر اوسه شاوخوا ۳۰ زره کسان وژل شوي او کابو ۶۸ زره فلسطینیان ټپیان شوي دي.
په دې موده کښې د ایران د اسلامی جمهوریت په شمول ځینو هیوادونو د صهیونیسټانو د نسل وژنې د بندولو په هدف پراخې هلې ځلې پیل کړې خو په عین حال کښې د امریکې، انګلستان او فرانسې په شان سترو لویدیځو لوبغاړو له اسرائیلو د خپلو سیاسي، پوځي او مالي ملاتړونو په زیاتولو او همداشان یې د امنیت شورا د پریکړه لیک د تصویبیدو په مخنیوي سره، په غزه کښې د صهیونیسټانو له خوا د نسل وژنې د دوام لاره هواره کړې ده.
د امریکې حکومت د غزې خلاف د صهیونیسټي رژیم د جنګ په پیلیدو سره دغه رژیم ته ډول ډول وسلې، مهمات او بمونه ورکړي او حتی د امریکې ولسمشر جوبایډن د جنګ په اولو ورځو کښې، په غزه کښې د صهیونیسټانو له جنایتونو د ملاتړ لپاره نیواکي ټاټوبي ته سفر وکړ او د تل ابیب له چارواکو سره یې وکتل.
دا په داسې حال کښې دي چې د صهیونیسټي رژيم له خوا د هرې پوځي مداخلې او د صهیونیسټانو له ځپلو وروسته د امریکې مالي مرستې هم زیاتیږي چې په دې وروستیو کښې ټاکل شوې د امریکې کانګرس راتلونکې اونۍ له صهیونیسټي رژیم سره د ۱۷ میلیارډ او ۶ سوه میلیونو د مرستې طرحه راې اخیستنې ته کښیږدي.
د دې بهیر دوام ښودنه کوي، لکه څنګه چې د جعلي صهیونیسټي رژیم تاسیس په سیمه کښې د لویدیځو قدرتونو د سیاستونو نتیجه وه، د فلسطین د خلکو خلاف د نسل وژنې دوام هم د امریکې په شمول سترو طاقتونو په هم دغه ملاتړ سره او د هغوي د استکباري اهدافو په لړو کښې تسره سره کیږي، په هم دې وجه د اسلامي انقلاب معظم رهبر، امریکا د صهیونیسټانو په جرم او جنایت کښې شریکه بللې ده.
"حضرت آیتا... العظمی سید علي خامنهاي" پرون هم د حضرت حضرت ختمی مرتبت محمد مصطفی(ص) د مبعث د اختر په ورځ، د نظام د یوشمیر مسئولانو، د اسلامي هیوادونو د سفیرانو او استازو او د مختلفو پرګنو د یوه ډله خلکو په کتنه کښې، د غزې د مصیبت دوام ته په اشارې سره، هغه د اسلامي دنیا بلکې د ټول انسانیت مصیبت او همداشان یې د نړۍ د اوسني نظم د بطلان د اوج ښودونکی وباله او څرګنده یې کړه: نن امریکا، انګلستان او ډیر اروپايي هیوادونه او د هغوي ملګري، د صهیونیسټي رژیم د جنایتکارو او په وینو سرو لاسونو ترشا ولاړ دي او له هم دې ځایه پوهیدې شو چې د نړۍ اوسنی نظم یو باطل او دوام نه موندونکی نظم دی او له مینځه به لاړ شي.
د اسلامي انقلاب ستر لارښون د غزې د کړکیچ د ختمیدو حل لاره، له دې پیښې د نړۍ د سترو قدرتونو او د لویدیځ د پلوي قدرتونو څنګته کیدل وبلل او ویې ویل: فلسطیني مبارزان خپله د میدان د اداره کولو توان لري لکه څنګه چې یې تراوسه هم د ډګر په اداره کولو سره هغوي ته سخت ګوذار ورکړی دی.
دوي همداشان په دې تکي باندې په تاکید سره چې د حکومتونو دنده په صهیونیسټي رژیم د سیاسي، تبلیغاتي او تسلیحاتي مرستو بندول او ورته د استعمال د شیانو د استولو بندول دي، څرګنده کړه: د ولسونو دنده بیا د دغه ستر کار د ترسره کولو لپاره په خپلو حکومتونو دباؤ اچول دي.
*/*/*/*/*