Feb 09, 2024 14:53 Asia/Kabul
  • په انسټګرام کې د ایران د اسلامي انقلاب د معظم رهبر پاڼې بندې شوې

تېره شپه میټا کمپنۍ په انسټګرام کې د ایران د اسلامي انقلاب د معظم رهبر اړوند کاروونکي اکاونټونه حذف کړل.

د ایران د اسلامي انقلاب د معظم رهبر د مجازي پاڼو  کاروونکی اکاونټ، له دې مخکې هم په نورو پلیټ فارمونو لکه: انسټګرام او ټویټر باندې له بندیزونو او د اکاونټونو د حذفولو له بندیز سره مخامخ شوی وو او دا لومړی ځل نه دی چې دغه ډول پېښه رامنځته کېږي.

په انسټګرام کې د ایران د اسلامي انقلاب د معظم رهبر فارسي اکاونټ، له ۵ میلیونو څخه زیات تعقیبوونکي لرل. همدارنګه، له 200 زرو څخه زیاتو کاروونکو په دې ټولنیزه شبکه کې په انګلیسي ژبه د هغه پاڼه تعقیبوله.

په همدې حال کې، د میټا کمپنۍ ویاند ادعا کړې چې د ایران د اسلامي انقلاب د معظم رهبر د یوزر اکاونټونو د بندولو علت، د «خطرناکو سازمانونو او کسانو» د ترویج له اصولو څخه سرغړونه ده.

میټا تر اوسه د ایران د اسلامي انقلاب د معظم رهبر د یوزر اکاونټونو د بندولو د علت په اړه کومه بیانیه نه ده خپره کړې.

دا کړنې په داسې حال کې دي، چې امریکایان هغه وخت د معلوماتو په آزاد جریان باور لري، کله چې د معلوماتو دا جریان د دوی اړتیاوې پوره کړي او دوی خپلو اهدافو ته ورسوي، که نه نو د امریکا جوړښت به هر ډول پلمه وکاروي، ترڅو د هغه معلوماتو د جریان مخه ونیسي چې، څرګندول یې د خلکو د وېښتیا لامل ګرځي او د دوی جرمونه افشا کوي.

ټیګونه