رئیسي: د ایران ملت د دښمنانواندازې ګډې وډې کړې
د تېرو کلونو په شان سږ کال هم د ایران په ۱۴۰۰ ښارونو او ۳۸ زره کلیو کښې د سلواغې د ۲۲مې د یوم ا...په لاریون کښې د اسلامی ایران خلکو ولولناک او حماسی شتون درلود.
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر دسلواغې د یوم ا... د ۲۲ په لاریون کښې د ایراني ولس د حماسی راپنځونې د قدرونې په ترڅ کښې وویل: د تل په شان د ایران ملت د دښمنانو محاسبات ګډوډ کړل.
د تېرو کلونو په شان سږ کال هم د ایران په ۱۴۰۰ ښارونو او ۳۸ زره کلیو کښې د سلواغې د ۲۲مې د یوم ا...په لاریون کښې د اسلامی ایران خلکو ولولناک او حماسی شتون درلود.
۷۳۰۰ کورنیو او بهرنیو خبریالانو د روان کال د سلواغې د ۲۲مې د یوم ا... لاریون ته رسندوی پوښښ ورکړ .
د مهر خبری آژانس د خبر له مخې د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر سید ابراهیم رئیسی دسلواغې په ۲۲ نیټه د یوم ا... لاریون له ولولناک لاریون وروسته په یوه بیانیه کښې د ایران د ولس د معنا داره شتون د قدرونې په ترڅ کښې وویل: د ایران د خلکو هوښیارتیا او حماسه راپنځونکې شتون په داسې حال کې رامینځته شو چې له میاشتو مخکې د ایران دښمنانو او د دې ملت بدغواړو د خپلو ټولو تبلیغاتي او رسنیزو تبلیغاتو او د رواني جګړې د مختلفو لارو چارو په کارولو او د شکونو په رامینځته کولو سره د انقلاب د ایډیالونو په نسبت د خلکو د مایوسۍ او نا هیلي کولو او د د اسلامي جمهوریت د نظام د لاسته راوړنو او پیاوړیو ټکیو د کم اهمیته ښودلو په لټه کې وو .
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر څرګنده کړه: د ایران اسلامي جمهوریت نن د خلکو د ملاتړ په برکت خپلې روښانه، ځلانده او ویاړمنې لارې ته تر بل هر وخت زیات دوام ورکوي.
رئیسي زیاته کړه، د وحدت او یوزړه توب دغه ننداره چې د ایران د اسلامي شورا او د رهبرۍ د کارپوهانو د مجلس د انتخاباتو په درشل کښې څرګنده شوه، د هغه خبر ملت د وخت پیژندلو روښانه نښه ده چې غواړي یو ځل بیا د قانونی مسؤلیت په احساس سره د خپل راتلونکي برخلیک په ټاکلو کې فعال رول ولوبوي ا و د خپل سیاسي او ټولنیز ژوند نوی سپرکې پرانیزی .
د ۱۳۵۷ کال د سلواغې د میاشتې په ۲۲ نیټه د ایران پرتمین اسلامي انقلاب بریالی شو.