رئیسي: د ایران ملت د دښمنانواندازې ګډې وډې کړې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i146074-رئیسي_د_ایران_ملت_د_دښمنانواندازې_ګډې_وډې_کړې
د تېرو کلونو په شان سږ کال هم د ایران په ۱۴۰۰ ښارونو او ۳۸ زره کلیو کښې د سلواغې د ۲۲مې د یوم ا...په لاریون کښې د اسلامی ایران خلکو ولولناک او حماسی شتون درلود.
(last modified 2024-02-12T05:04:45+00:00 )
Feb 12, 2024 09:32 Asia/Kabul
  • رئیسي: د ایران ملت د دښمنانواندازې ګډې وډې کړې

د تېرو کلونو په شان سږ کال هم د ایران په ۱۴۰۰ ښارونو او ۳۸ زره کلیو کښې د سلواغې د ۲۲مې د یوم ا...په لاریون کښې د اسلامی ایران خلکو ولولناک او حماسی شتون درلود.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر دسلواغې د  یوم ا... د ۲۲ په لاریون کښې د ایراني ولس د حماسی راپنځونې  د قدرونې په ترڅ کښې وویل: د تل په شان د ایران ملت د دښمنانو محاسبات  ګډوډ کړل.

د تېرو کلونو په شان سږ کال هم د ایران په ۱۴۰۰ ښارونو او ۳۸ زره کلیو کښې د سلواغې د ۲۲مې د یوم ا...په لاریون کښې د اسلامی ایران خلکو ولولناک  او حماسی  شتون  درلود.

۷۳۰۰ کورنیو او بهرنیو خبریالانو د روان کال د سلواغې  د ۲۲مې د یوم ا... لاریون  ته رسندوی پوښښ ورکړ .

د مهر خبری آژانس د خبر له مخې د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر سید ابراهیم رئیسی دسلواغې  په ۲۲ نیټه د یوم ا... لاریون له ولولناک لاریون وروسته په یوه بیانیه کښې د ایران د ولس د معنا داره  شتون د قدرونې په ترڅ کښې وویل: د ایران د خلکو هوښیارتیا او حماسه راپنځونکې شتون په داسې حال کې رامینځته شو چې له میاشتو مخکې  د ایران دښمنانو  او د دې ملت بدغواړو  د خپلو ټولو تبلیغاتي او رسنیزو تبلیغاتو او د رواني جګړې د مختلفو لارو چارو په کارولو او د شکونو په رامینځته کولو سره  د انقلاب د ایډیالونو په نسبت د خلکو د مایوسۍ او نا هیلي  کولو او د د اسلامي جمهوریت  د نظام د  لاسته راوړنو او پیاوړیو ټکیو د کم اهمیته ښودلو په لټه کې وو .

Image Caption

 

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر څرګنده کړه: د ایران اسلامي جمهوریت نن د خلکو د ملاتړ په برکت خپلې روښانه، ځلانده او ویاړمنې لارې ته تر بل هر وخت زیات دوام ورکوي.

رئیسي زیاته کړه، د وحدت او یوزړه توب دغه ننداره چې د ایران د اسلامي شورا او د رهبرۍ د کارپوهانو د مجلس د انتخاباتو په درشل کښې څرګنده شوه، د هغه  خبر ملت د وخت پیژندلو روښانه نښه ده چې غواړي یو ځل بیا د قانونی مسؤلیت په احساس سره د خپل  راتلونکي برخلیک په ټاکلو کې فعال رول ولوبوي ا و د خپل سیاسي او ټولنیز ژوند نوی سپرکې  پرانیزی .

د ۱۳۵۷ کال د سلواغې  د میاشتې په ۲۲ نیټه د ایران پرتمین  اسلامي انقلاب بریالی شو.