افغانستان د ایران په بهرني سیاست کې ځآنګړی ځای لري
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i146084-افغانستان_د_ایران_په_بهرني_سیاست_کې_ځآنګړی_ځای_لري
د افغانستان هرات ولایت کي د ایران اسلامي جمهوریت سرقونسل وایي، په تیر یو کال کې د افغانستان سرپرست حکومت په همکارۍ د اړیکو د پراختیا پر وړاندې شته ستونزو د لرې کولو لپاره پراخه هلې ځلې کړي.
(last modified 2024-02-12T06:10:07+00:00 )
Feb 12, 2024 10:39 Asia/Kabul
  • افغانستان د ایران په بهرني سیاست کې ځآنګړی ځای لري

د افغانستان هرات ولایت کي د ایران اسلامي جمهوریت سرقونسل وایي، په تیر یو کال کې د افغانستان سرپرست حکومت په همکارۍ د اړیکو د پراختیا پر وړاندې شته ستونزو د لرې کولو لپاره پراخه هلې ځلې کړي.

په هرات ولایت کې د ایران سر قونسل محمد صدیقي فر؛ د ایران د اسلامي انقلاب د بریالیتوب د ۴۵مې کلیزې د نمانځنې په مراسمو کې چې په یاد ولایت کې ترسره شول، وویل: افغانستان د یو مسلمان او ګاونډي هېواد په توګه چې له ایران سره کلتوري، مذهبي او اقتصادي مشترکات لري، د جمهوري اسلامي ایران په بهرني سیاست کې ځانګړی ارزښت او ځای لري.

هغه بیا په تیرو څلورو لسیزو کې د ایران پرمختګ ته په اشارې سره زیاته کړه، د ایران د خلکو اسلامي انقلاب د استکبار په مقابل کې د نړۍ ټول معادلات مات او د فکر، نظر او لوړتیا د یوې نوې لارې بنسټ یې کیښود.

په دغه مراسمو کې یو شمېر سیمه ییزو چارواکو هم د ایران د اسلامي انقلاب د ۴۵ مې کالیزې په مناسبت ویناوې او څرګندونې وکړې.