د ايران او چين ترمنځ د اړيکو پراختیا به باثباته سوله راولي
(last modified Tue, 13 Feb 2024 07:26:33 GMT )
Feb 13, 2024 11:56 Asia/Kabul
  • د ايران او چين ترمنځ د اړيکو پراختیا به باثباته سوله راولي

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر خپل چیني سیال ته په یو پیغام کې وویل: د تهران او بیجینګ د اړیکو پراختیا به په سیمه او نړۍ کې د تل پاتې سولې او ثبات د پراختیا سبب شي.

زموږ د خبریال د خبر له مخې؛ د ايران د اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو وزير حسين اميرعبداللهيان د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي ته په يوه پيغام کې، د پسرلي اختر او د چين د نوي کال د رارسېدو په مناسبت مبارکي وويله.

په دغه پیغام کې امیر عبداللهیان خوښي څرګنده کړه چې د ایران د اسلامي جمهوریت او د چین د ولسي جمهوریت د لوړرتبه چارواکو په مدیریت سره، د دواړو هېوادونو هراړخیزه ستراتیژیکه ملګرتیا او د دواړو هېوادونو اړیکې روښانه او پر مخ تللې دي.

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر همدارنګه په خپل مبارکۍ پیغام کې د دوه اړخیزو او نړیوالو اړیکو لکه د ملګرو ملتونو، د شانګهای د ملګرتیاوو د سازمان او بریکس په چوکاټ کې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سلامشورو پر اهمیت باندې ټینګار وکړ.

په چین کې د پسرلي اختر د فبرورۍ په پیل کې دی او له هماغه وخت څخه د دغه هېواد خلک په ځانګړې توګه د کور مېرمنې د خپلو کورونو پاکول پیلوي، چې په کب میاشتې کې د ایراني مېرمنو لخوا ترسره کېږي.