ایران له ارمنستان او اذربایجان له جمهوریتونو د ګوزارې غوښتونکی شو
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د ارمنستان او اذربایجان جمهوریتونو تر مینځ د سرحدي نښتو په غبرګون کې له دواړو لورو د ګوزارې او زغم غوښتونکي شو.
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعانی د ارمنستان او اذربایجان جمهوریتونو تر مینځ د سرحدي نښتو له زیاتوالې څخه د اندېښنې په ښودلو سره، په سوله ایزو لارو چارو سره، د دواړو لورو تر مینځ د اختلافاتو د هوارېدو غوښتونکی شو او ټینګار وکړ چي په سیمه کې دوامداره سوله یوازې د خبرو اترو او ډیپلماسۍ له لارې پلي کېدایشي او په دې لړ کې دواړه هیوادونه د سولې هوکړو ته ضرورت لري.
په ۲۰۲۰ میلادي کال کې د قره باغ په سر د ارمنستان او اذربایجان جمهوریتونو تر مینځ سختې نښتې وشوې چي د روسیې په مینځګړیتوب سره پاي ته ورسېده، خو له هغه وروسته په ځلونو دواړو هیوادونو له یو بل سره نښتې کړي دي.
تېره ورځ د زنګیلان په سرحدي سیمه کې د اذربایجان د جمهوریت پوله ساتو ځواکونو د ارمنستان په فوځیانو برید وکړ چي د امله یې څلور ارمني فوځیان ووژل شو.
د اذربایجان جمهوریت اعلان وکړ چي دا عملیات یې په خپلو ځواکونو باندې د ارمنستان د ډزو په ځواب کې کړی دی.