پر ناصر روغتون په برید کې د صهیونیسټي رژیم بهانه غولوونکې ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i146456-پر_ناصر_روغتون_په_برید_کې_د_صهیونیسټي_رژیم_بهانه_غولوونکې_ده
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویندوی ناصر کنعاني په غزه کې د صهیونیسټي رژیم د بشر ضد چلند له ماتې سره مخ وباله او په خان یونس کې پر ناصر روغتون د حملې لپاره د صهیونیسټي رژیم بهانې غولوونکې، دروغ او احمقانه وګڼلې.
(last modified 2024-02-20T00:00:05+00:00 )
Feb 20, 2024 04:23 Asia/Kabul
  • پر ناصر روغتون په برید کې د صهیونیسټي رژیم بهانه غولوونکې ده

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویندوی ناصر کنعاني په غزه کې د صهیونیسټي رژیم د بشر ضد چلند له ماتې سره مخ وباله او په خان یونس کې پر ناصر روغتون د حملې لپاره د صهیونیسټي رژیم بهانې غولوونکې، دروغ او احمقانه وګڼلې.

د ایرنا د خبر له مخې، ناصر کنعاني په ایکس ټولنیزه شبکه کې د خان یونس پر «ناصر» روغتون باندې د برید په تړاو، د صهیونیسټي رژیم د توجیه کولو اړوند د یوه مطلب په خپرولو سره څرګنده کړه: دا لومړی ځل نه دی چې د صهیونیسټي رژیم پوځیانو د ملکیانو په نښه کولو او د فلسطینیانو په نسل وژنه کې د خپلې پروژې د بشپړولو په موخه، په غزه کې پر طبي مرکزونو باندې د برید کولو لپاره، بې ځایه بهانې او غولوونکي خبرې کوي.

هغه زیاته کړه: د نړۍ عامه افکار تر اوسه د شفا روغتون په اړه، د صهیونیسټي چارواکو دروغې ادعاوې نه دي هېرې کړي، چې صهیونیسټانو دا ځل هم په همدې دروغجنو دلیلونو سره، د خان یونس پر ناصر روغتون برید وکړ.

کنعاني په دوام کې وویل: د اسرائیلي جنایتکار رژیم دغه غیر انساني چلند له ناکامۍ سره مخ دی او د هغه او د هغې د ملاتړو د رسوائیو لړۍ همدارنګه دوام لري.

د غزې تړانګې روغتیا وزارت د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ: په خان یونس کې د ناصر روغتون په زړې ودانۍ باندې د صهیونیسټي رژیم د پوځ د برید له امله، ۱۵۰ تنه ناروغان په سختو او ناوړه شرایطو کې راغلل او د غاصب رژیم پوځ څه د پاسه ۷۰ تنه روغتیايي کارکوونکي بندیان کړل.