یمن خپلې وسلې جوړوي او له ایرانه وسلې نه اخلي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i146472-یمن_خپلې_وسلې_جوړوي_او_له_ایرانه_وسلې_نه_اخلي
د ایران د دفاع وزارت ویاند د یمن له خوا د ایراني وسلو د استعمال په ردولو سره، وویل: یمن په خپلو کورنیو وړتیاو او ځایي ټکنالوژی سره وسلې جوړوي، غربي هیوادونو د چټي ادعاو په مطرحولو سره له ایران څخه د غرامت د اخیستلو په لټه کې دي.
(last modified 2024-02-20T04:31:00+00:00 )
Feb 20, 2024 08:59 Asia/Kabul
  • یمن خپلې وسلې جوړوي او له ایرانه وسلې نه اخلي

د ایران د دفاع وزارت ویاند د یمن له خوا د ایراني وسلو د استعمال په ردولو سره، وویل: یمن په خپلو کورنیو وړتیاو او ځایي ټکنالوژی سره وسلې جوړوي، غربي هیوادونو د چټي ادعاو په مطرحولو سره له ایران څخه د غرامت د اخیستلو په لټه کې دي.

د ایران د اسلامي جمهوریت د دفاع وزارت ویاند جنرال رضا طلایی نیک د یمن له خوا د ایراني وسلو د کارولو د ادعا په هکله وویل: د یمن فوځي وړتیاوې کورني دي او یمن په خپلو ځایي ټکنالوژی سره، وسلې جوړوي، د سیمې په اکثرو هیوادونو کې چي د مقاومت جبهه فعالیت کوي، پرمختللې ټکنالوژیو ته رسېدلې دي، د یمن وړتیاوې داخلې دي.

هغه زیاته کړه چي غربي هیوادونو له ایران څخه د غرامت د تر لاسه کولو لپاره دا شان ادعاوې مطرحوي او کوښښ کوي چي د اسرائیل د رژیم په وړاندې د یمن وړتیاوې وړوکې وښیي، که غربیان غواړي چي په سمندر کې د کښتیو د تګ راتګ ستونزه هواره شي باید په غزې باندې د یرغل له ختمېدو سره مرسته وکړي.

د ایران د دفاع وزارت ویاند د دې په بیانولو چي بهر ته د وسلو په صادراتو کې ۴۰ سلنه زیاتوالې راغلې ده، سوډان ته د بې پیلوټو الوتکو صادراتو ته په اشارې سره، وویل چي ایران د نړیوالو قوانینو په رعایتولو سره دا کار کوي او په دې هکله زیات معلومات نه شي ورکولای.

طلایي نیک یادونه وکړه چي د ایران دفاع وزارت صنایع د غیرفوځي چورلکو د تیارولو په هکله سفارښات مني خو د یوې پرمختللې جنګي چورلکې په جوړولو یې هم کار روان کړی دی.