د ایران اوافغانستان مطبوعات
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i146486-د_ایران_اوافغانستان_مطبوعات
د بخښنې نړیوال سازمان ویلی دی د نړۍ هیوادونه له صیهونیسټ رژیم سره په اړیکو کی بیاکتنه وکړي .
(last modified 2024-02-20T06:31:11+00:00 )
Feb 20, 2024 10:46 Asia/Kabul
  • د ایران اوافغانستان مطبوعات

د بخښنې نړیوال سازمان ویلی دی د نړۍ هیوادونه له صیهونیسټ رژیم سره په اړیکو کی بیاکتنه وکړي .

جمهوری اسلامی

 

دغې ورځپاڼۍ د نورو مطلبونو تر څنګ د ایران د خارجه وزارت د ویندوی دغې ته هم انعکاس ورکړی دی چی ویلی یی دی د هیرمند حق ابه د ایران جدی غوښتنه ده او طالب چارواکي باید د څرګندونو په ځای له ځانه عملی الزام وښی .

د بخښنې نړیوال  سازمان ویلی دی د نړۍ هیوادونه له صیهونیسټ رژیم سره په اړیکو کی بیاکتنه وکړي .

ملګرو ملتو هم ویلی دی اسراییل د فلسطیبني میرمنو د حقوقو خلاف ورزی کوی .

د یمن ځواکونو په سره سمندرګي کی یوه برتانوی کشتۍ غرقه او یوه امریکایی بی پایلیټه الوتکه نسکوره  کړی ده  .

په یوه سایبری حمله کی د نیمو  صیهونیسټی ښارګوټو بریښنا غوڅه شوه .

امریکا له چین او هند غوښتی دی چی فضا ته د ماسکو د وسلې د توغولو خنډ شی .

د مصر دولت د هیګ محکمې ته د ایراییلو د جنګيپ جنایتونو په اړه لیک ولیکه .

د چين د بهرنيو چارو وزير د مونيخ په امنيتي غونډه کې ټينګار وکړ چې د نړيوال حاکمیت  د پياوړتيا لپاره بايد د هېوادونو د حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا درناوی وشي. ورځپاڼه په دې اړه لیکی چی د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د مونيخ په امنيتي غونډه کې وويل، تايوان د چين د خاورې نه بېلېدونکې برخه ده او د دغې سيمې چارې له بېجينګ سره تړاو لري. د چين د بهرنيو چارو وزير وويل، په دې سيمه کې د سولې او ثبات د ټينګښت لپاره بايد د تايوان له خپلواکۍ سره په کلکه مخالفت وشي.

بېجينګ تل د تايوان د استازو او لوېديځو چارواکو په تېره بيا د هغو هېوادونو د لوړ پوړو سياسي او پوځي چارواکو تر منځ د تماس مخالفت کړی چې بېجينګ ورسره ډيپلوماتيکې اړيکې لري، او ويلي يې دي چې دا ډول ليدنې د يو چين له اصولو سرغړونه ده او د تايوان بېلتون غوښتونکو ځواکونو ته ناسمې اشارې  ورکوي.

وانګ يي په دې خبرې ټينګار وکړ چې د ملګرو ملتو واک او اصلي ځای  بايد پياوړی شي او په هيڅ وجه کمزوری نه شي زياته کړه چې د ملګرو ملتو د منشور هدفونه او اصول ورځ په ورځ مهم کیږی  او هيڅکله به زاړه نشي .

د چين د بهرنيو چارو وزير وويل، اوسنی نړيوال نظام د يو اړخيزتوب له ننګونو سره مخامخ دی او دا د نړيوالې ټولنې ګډه غوښتنه ده چې د څو اړخيزتوب د بيا ژوندي کولو او پيوستون پياوړتيا وکړي.

 

کیهان

 

د یورشلم پوسټ صیهونیسټي ورځپاڼۍ لیکلی دی د مقاومت چورلیز د کګربلا له پیښې راوتلی دی ، لویدیځ باید د دغه تفکر په پراختیا اندیښمن شی  .

 دویچه ویله وایی د غزې جنګ له مختلفو اړخونو اسراییل له ماتې سره مخامخ کړی دی .

جرمنی په اوکراین نامناسب زغرګاډي خرڅ کړي دي .

د ویکټور بلګراد جایزه اصغر فرهادی ته وړاندی کیږی .

ناصر کنعانی وایی د ۱۴ میلیارډ ډالرو مرستې تصویب صهیونیسټانو ته د امریکا انعام دی . ورځپاڼه لیکی د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند صهیونیسټي رژیم ته د امریکا د مشرانو جرګې د څوارلسو میلیارډو ډالرو مرستې تصویبول د غزې په نابرابره جګړه کښې د صهیونیسټي رژيم موجودو جلادانو او د نتانیاهو ته  د دغه هیواد انعام وباله.

تیره اونۍ د امریکا سنا د ملي امنیت د ۹۵،۳ میلیارده ډالرو په ارزښت پیکیج تصویب کړ. په دې پیکیج کې اوکراین، صهیونیسټ رژیم او تایوان ته د پوځي مرستو د استولو شرایط شامل دي چې ۱۴ میلیارد ډالره یې نسل وژونکی اسرائیلي رژیم ته بیل  شوي دي.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویندوی وویل : د امریکا په سنا کښې له صهیونیسټ رژیم سره د واشنګټن د څوارلس میلیارډ ډالرو مرستې تصویبول  هغه د امریکا د مالیه ورکونکو له جیبونو په معنا دی چی  د غزې د نابرابرې جګړې په صحنه کې د اسراييلي رژيم لومړي وزير او نور و جلادانو ته  د بې ګناه فلسطيني ملکيانو د وژلو په بدل کې له امريکا د ورځې سل مليونه ډالره انعام ورکول کیږي .

کنعاني په دې خبرې په ټینګار سره چې په غزه کښې د صهیونیسټي رژیم د نسل وژنې مخه باید ونیول شي زیاته کړه یوازې فاسد او دیکتاتور جوړښتونه چې د انسانانو د وژلو په بنیاد جوړ شوي دي د دغه شان بې ګناه خلکو په قتل عام کښې لاس لري .

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د خپلې وینا په پای کښې امریکایانو ته چې د صهیونیسټانو لخوا د فلسطیني ولس د وژلو اصلي ملاتړي دي، ولیکل: نسل وژنه بنده کړئ.

 

کابل ورځپاڼۍ

 

هشت صبح

ګوترېش د افغان ښځو او نجونو پر زده‌کړو او کار بندیز «ظالمانه» بللی .

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش وايي چې په افغانستان کې ښځې او نجونې باید په معنی لرونکې ډول، د ژوند په ټولو برخو کې برخه ولري.

ګوترېش سې‌شنبه، د کب پر لومړۍ نېټه خپلې اېکس پاڼې کې په افغانستان کې د طالبانو له لوري د ښځو او نجونو پر زده‌کړو او کار بندیز «ظالمانه» بللی او د دغو بندیزونو د لیرې کېدو غوښتنه یې کړې ده.

سربره پر دې، د ملګرو ملتونو سرمنشي د بشري حقونو د وضعیت په هکله په یوه جلا پیغام کې ویلي چې ډېری افغانان بې وزله دي، د خپل خوراک د خوندي کولو لپاره مبارزه کوي او له زده‌کړو، روغتیايي خدمتونو او کار پرته ژوند کوي.

د ګوترېش په وینا، روان کال به د هېواد له نیمایي زیات نفوس مرستو ته اړتیا ولري؛ خو د ملګرو ملتونو د بشري غبرګون طرحې د اړتیا وړ بودیجې له درې سلنې څخه کمه ترلاسه کړې ده.

هغه همداراز د ملګرو ملتونو په ناسته کې چې د افغانستان په هکله د هېوادونو د ځانګړيو استازو په حضور دوحه کې جوړه شوې وه، د ښځو د وضعیت د خرابوالي، د ټول‌ګډونه حکومت د نه رامنځته کېدو او په افغانستان کې د ترهګرۍ د له منځه وړلو د نشتوالي یادونه کړې ده.

بلخوا د ښځو پر وړاندې د تبعیض د له منځه وړلو په هکله د ملګرو ملتونو کمیټې په دې وروستیو کې په یوه بیان کې ویلي چې د طالبانو تبعیض سیاستونه کیدای شي په جنسي ځورونې بدل شي چې د روم د نړۍوالې جنایي محکمې په اساسنامه کې د بشریت ضد جرم په توګه پیژندل کېږي.

 

د دوحې غونډه او د افغانستان د کړکېچ تعقیبول

د دوحې غونډه پای ته ورسېده، خو طالبانو پکې ګډون ونه کړ. په دې غونډه کې د بشری حقوقو پر خونديتوب، له ترهګرۍ سره پر مبارزې، د ټولو قومونو په ګډون د ټولګډوني حکومت پر جوړېدو او د ملګرو ملتو د ځانګړی استازی پر ټاکلو ټینګار وشو. هغه معلومات چې تر اوسه یې د دې غونډې په تړاو لرو، د دې غونډې په پای کې د ملګرو ملتونو د سر منشي د مطبوعاتي کنفرانس پایله ده. په دې خبري کنفرانس کې د ملګرو ملتونو سرمنشي ښاغلي انټونیو ګوترېش وویل، چې له ځینو اختلافونو سره سره، ټول ګډونوال د خبرو پر مهمو ټکو موافق دي. نوموړي دغه غونډه بریالۍ وبلله او ویې ویل چې ان د طالبانو نه ګډون هم  پر دې غونډې اغېز نه دی کړی. البته هغه د یوه فارمټ د جوړېدو او د افغانستان د سياسي کړکېچ د له منځه وړو پر سر د خبرو د دوام په تړاو د خپل وړانديز خبره هم وکړه او زياته يې کړه، چې د دغه فارمټ په تړاو د ده وړانديز – که تایید شي، دا دی چې د افغانستان پنځه ګاونډي هېوادونه او مرستندوي هېوادونه یې بايد غړيتوب ولري. ملګري ملتونه به هم د دې فارمټ غړیتوب ولري.

د دې غونډې یوه مهمه موضوع د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د ټاکلو پر څرنګوالي بحث و، چې امنیت شورا یې د دغه سازمان سرمنشي ته ماموریت سپارلې دی. ښاغلي ګوترېش په خپل خبري کنفرانس کې وویل چې د دې غونډې اصلي موخه او هغه هڅې چې دی یې مشري کوي، له سیاسي او اقتصادي اړخه په نړیواله ټولنه کې د افغانستان بیا غړیتوب دی، هغه مقام چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته یې له لاسه ورکړی. که څه هم د نوموړي په خبره په دې غونډه کې پر مهمو مسایلو هوکړه شوې، خو د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي ټاکل چې په نړیواله ټولنه کې د افغانستان د بیا غړیتوب لپاره زمینه برابروي، یوه چورلیزه او مهمه خو د ګډونوالو د اختلاف وړ موضوع وه. له هماغه پیله کله چې امنیت شورا خپل پریکړه لیک صادر کړ او د ملګرو ملتونو له سر منشي یې د افغانستان په چارو کې د ځانګړي استازي د ټاکلو غوښتنه وکړه، ایران یې مخالفت وکړ او هغه یې غیر ضروري کار وباله. وروسته د طالبانو له ډلې هم د همدغه دریځ او خبرو شاهدان وو.