د ایران د اسلامي شورا د انتخاباتو د کمپاین پیلیدا
په دې مینځ و میان کښې د ایران د اسلامی جمهوریت د بنسټګر په وینا د قانون جوړونې په خاطر، اسلامی شورا د چارو په سر کښې ده ، له همدې امله د اسلامی شورا انتخابات د ایران په اسلامی جمهوریت کښې ډیر اهمیت لری.
د ایران د اسلامي شورا د دولسمې پړاو د انتخاباتو د کاندیدانو کمپاین له زیارت ورځې پیل شوی او اته ورځې به دوام وکړي.
د څارونکو پلاویو او ساتندویه شورا له خوا د کاندیدانو د وړتیاوو له ارزونې وروسته، په ټول ایران کې څه باندې ۱۵ زره دوه سوه کاندیدان د پارلمان د دولسمې دورې د انتخاباتو لپاره د کاندیدانو په توګه انتخاباتي سیالۍ ته لاره پیدا کړه .
د ایران د کورنیو چارو د وزیر احمد وحیدي د اعلان له مخې د ایران د اسلامي شورا په انتخاباتو کښې د مختلفو سیاسی ډلو او سلیقو ترمینځ د رښتینې مقابلې زمینه برابره شوې ده.
د سیاسي مسایلو کارپوه علي زاهدي وايي: د ایران اسلامي جمهوریت له ۴۵ کالو مخکې له زیږیدو راهیسې تل په ټولو ډګرونو کې د ولس د رایو تر ملاتړ لاندې دی او خلک د هغه د برخلیک د ټاکلو اصلي ستنه دي.
په دې مینځ و میان کښې د ایران د اسلامی جمهوریت د بنسټګر په وینا د قانون جوړونې په خاطر، اسلامی شورا د چارو په سر کښې ده ، له همدې امله د اسلامی شورا انتخابات د ایران په اسلامی جمهوریت کښې ډیر اهمیت لری.
له همدې امله، د ټاکنو په دې پړاو کې، نوماندانو ته د تبلیغاتو لپاره بېلابېلې ساحې په پام کې نيول شوې دي، چې په کې د تبلیغاتو لپاره له راډيو، ټلوېزيون او پيغام رسوونکیو کار اخيستل کېږي.
په همدې حال کې اجرایی ارګانونو هم د اسلامي شورا د انتخاباتو د کاندیدانو لپاره ډیر پراخ ظرفیت او فضا برابره کړې ده چې د ایران په اسلامي جمهوریت کې دولولناکو انتخاباتو دترسره کولو لپاره یو پلیټ فارم وي .
دې ته په اپام سره چې ټول کاندیدان باید د انتخاباتي مبارزو ټول لګښتونه د انتخاباتو په مالي سیستم کې ثبت کړي، په دې کې شک نشته چې د ایران انتخابات به د مالي او مصارفو له پلوه سالم وي او کاندیدان نشي کولای له دولتي امکاناتو استفاده وکړي.
د نوماندانو له خوا د اجراییه ریاست له ظرفیتونو او له ۲۰۰ ټلویزیوني چینلونو ګټه اخیستنه نه یوازې د حکومت جدي هڅې ښيي چې ټول نوماندان د تبلیغاتو له اسانتیاوو برخمن شي، بلکې د نوماندانو د تبلیغاتو لګښتونه به هم راکم کړي.
دې ل ته په پام سره چې په ځینو حوزو کې ټاکنې په الکترونیکي ډول ترسره کیږي، د هرې څانګې لپاره پنځه الکترونیکي صندوقونه چمتو شوي، ترڅو رایه ورکوونکي په اسانۍ سره خپلې رایې په صندوق کې واچوي.
د ایران اسلامی جمهوریت تل په ولسواکۍ کښې مخکښ پاتې شوی دی او خلکو د رایو په صندوقونو کښې په ګډون سره د هیواد په اداره کښې رغنده رول لوبولی دی .
په دې مینځ و میان کې د ایران اسلامی شورا د اجرایی عواملو په کړچار د څارنې او قانون جوړونې په دلیل چې د اعتماد د رایو له لارې د مختلفو اجرایی پوستونو د ټاکلو لپاره د هغوی وړتیاوې تاییدوي د ایران د اسلامی جمهوریت د نظام په جوړښت کې مهم اولوړ رول لوبوی. .
له همدې امله ولس تل په ټاکنو کې په پراخ ګډون سره ل نه یوازې له اسلامي جمهوري نظام سره خپله وفاداري ښيي، بلکې د يوه پياوړي او ځواکمن پارلمان په جوړولو کې هم خپل انقلابي او اسلامي رول لوبوي.
لکه څنګه چې د ایران د اسلامی جمهوریت بنسټګر حضرت امام خمینی (رح) وفرمایل چې پارلمان د ایران د اسلامی جمهوریت د نظام د چارو په سر کښې دی او په زرګونو کاندیدان د سیالۍ په ډګر کښې په ګډون سره د رایه ورکوونکیولپاره د پراخ انتخاب زمینه برابروی تر څو د اسلامي شورا دولسم پړاو په هوښیارو استازیو شتون سره جوړ شي .