د ایران له ۱۵ګاونډیو هیوادونو سره تجارت کابو ۵۵میلیارډډالري ارزښت ته رسیدلی
د ایران د اسلامی جمهوریت د عمومي ګمرکاتو مشر په یولړ څرګندونو کې ووئيل، په تیرو یولسو میاشتو کې له ګاونډیو هیوادونو سره د ایران دتجارتی مبادلاتو اندازه،په دوه اعشاریه پنځه فیصدي ودې سره ۵۵میلیارډ او ۲۷۵ میلیون ډالرو پورې رسیدلی دی.
ایرناخبری آژانس راپور ورکړ، د ایران د ا سلامی جمهوریت د عمومی ګمرکاتو م شر محمد رضواني فر په یولړڅرګندونو کې زیاته کړې ده ، له ګاونډیو هیوادونو سره د ایران دتجارتي مبادلاتو له ټولګې ، ۲۵میلیارډ ۸۴۴ میلیون ډالر صادراتو ته او او ۲۹میلیارډ او ۴۳۱ میلیون ډالرو وارداتو ته مخصوص شوي دي.
رضواني فر ووئيل، په ۱۱ تیرو میاشتو کې ګاونډیو هیوادونو ته د ایران صادرات ، د تیر کال د ورته مودې په نسبت د وزن له بلوه ۳ فیصده او د ارزښت له پلوه ۹فیصده کم او په دغې مودې کې له ګاونډیو هیوادونو څخه واردات د وزرن او ارزښت له بلوه په ترتیب سره ۱۱ او ۱۵ فیصدو پورې زیات شوي دي.
د ایران د اقتصادي چارو د وزیر مرستیال ووئيل،د ایران د صادراتو او ارداتو په لیسټ کې عراق،ترکیه،آذربایجان جمهوریت،ترکمنستان،ارمنستان،کویت،قطر، عربستان، پاکستان، افغانستان، عمان،متحده عربی امارات،روسیه قزاقستان او بحرین شامل دي.
د ایران د ګمرکاتو عمومی مشر زیاته کړې ده،په دغې مودې کې له ګاونډیو هیوادونو د وارداتو وزني اندازه ۲۱میلیون او څلورلکه دوه دیرش زره ټنه او ګاونډیو هیوادونو ته د صادراتو وزني اندازه هم ۶۷میلیون او یولک اته زره ټنه ده.