اسلامي ایران په روسیې هیڅ بلاسټیک توغندي نه دي پلورلي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i146652-اسلامي_ایران_په_روسیې_هیڅ_بلاسټیک_توغندي_نه_دي_پلورلي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په ملګروملتونو کښې د ایران نمایندګۍ د اوکراین په جنګ کښې د استفادې لپاره په روسیې باندې د بلاسټیک توغندیو د خرڅولو په هکله د لویدیځو هیوادونو د ځینو رسنیو ادعا رد کړه او ویې ویل: تهران ځان د اوکراین او د روسیې جنګ ته له لمن وهلو ډډه کولو ته ژمن ګڼي.
(last modified 2024-02-24T23:45:41+00:00 )
Feb 24, 2024 10:36 Asia/Kabul
  • اسلامي ایران په روسیې هیڅ بلاسټیک توغندي نه دي پلورلي

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په ملګروملتونو کښې د ایران نمایندګۍ د اوکراین په جنګ کښې د استفادې لپاره په روسیې باندې د بلاسټیک توغندیو د خرڅولو په هکله د لویدیځو هیوادونو د ځینو رسنیو ادعا رد کړه او ویې ویل: تهران ځان د اوکراین او د روسیې جنګ ته له لمن وهلو ډډه کولو ته ژمن ګڼي.

د ایران نمایندګۍ پرون وویل له دې سره سره چې د بلاسټیک توغندیو د خرڅولو لپاره هیڅ قانوني محدودیت نشته ایران له اخلاقي نظره ژمن دی جنګ ته له لمن وهلو د ډډه کولو لپاره د اوکراین او د روسیې د جنګ په اوږدو کښې له وسله والو معاملو ځان وغړوي او د تهران  دغه کار د ملګروملتونو منشور او نړیوالو قوانینو ته د ایران د پاې بندۍ پراساس دی.

د بریتانیا رویټرز خبري اژانس څو ورځې مخکې په یوه راپور کښې ادعا کړي وه چې ایران روسیې ته له ځمکې څخه ځمکې ته ویشتونکي  ګڼ شمیر بلاسټیک توغندي ورکړي دي چې دغه چاره د واشنګټن تر بایکاټونو لاندې د دغو دوو هیوادونو پوځي ملګرتیا نور هم پیاوړي کوي.

امریکا او اروپايي هیوادونو له تیرو څو میاشتو راهسې تل روسیې ته د ایران د اسلامي جمهوریت لخوا د بې پایلوټه الوتکو او د وسلو د استولو ادعا کړي ده او اوس دغه ادعا د لویدیځو رسنیو لخوا نوره هم زیاته شوي ده.