د ایران او د پاکستان هلال احمر ټولنې ملګرتیا زیاتوي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په پاکستان کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر «رضا امیر مقدم» او د پاکستان د هلال احمر ټولنې مشر «سردار شاهد احمد لغاري» په خپلې کتنې کښې د دوه اړخیزه ملګرتیاو پربنسټ د تهران او د اسلام اباد ترمینځ د تجربو د تبادلې په اهمیت ټینګار وکړ.
په پاکستان کښې د ایران سفیر« رضا امیري مقدم» پرون په اسلام اباد کښې د پاکستان د هلال احمر ټولنې له مشر« سردار شاهد احمد لغاري »سره په کتنه کښې د دواړو دوستو هیوادونو زړو او ښو اړیکو ته په اشارې سره وویل هره پیښه چې په ایران او پاکستان کښې رامینځته کیږي په دواړو هیوادونو باندې اغیز شیندي.
د ایران سفیر دغه راز د پاکستان او د ایران د روغتیا وزارتونو له ظرفیتونو د ګټه اخیستلو او د ساري ناروغیو د کنټرول او د ناڅاپه پیښو په مدیریت کولو کښې د پاکستان له حکومت سره د هر اړخیزه مګلرتیاو د پراخولو لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت د سرې میاشتې بشپړه چمتووالی اعلان کړ.
د پاکستان د هلال احمر ټولنې مشر «سردار شاهد احمد »هم په دغه کتنه کښې په طبیعي پیښو په تیره بیا له زلزله ځپلیو سره د مرستې لپاره د ایران د هلال احمر ټولنې د رول د لوبولو لپاره د پاکستان له خلکو د ایران د اسلامي جمهوریت د خلکو او د حکومت د همیشني ملاتړونو په قدرونې سره د دوه اړخیزه ملګرتیاو پراساس د دواړو هیوادونو د هلال احمر ټولنو ترمینځ د تجربو د تبادله کولو پراهمیت ټينګار وکړ.
په ټولو زمینو کښې له ګاونډیو هیوادونو سره د اړیکو پراخول د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرني سیاست لومړیتوب دی او په همدې چوکاټ کښې د پاکستان او د ایران چارواکي د دوه اړخیزه ملګرتیاو د پراخولو د لارو چارو تعقیبولو ته پام کوي.