د عراق لومړي وزیر د ایران له سفیر سره کتلی دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i146718-د_عراق_لومړي_وزیر_د_ایران_له_سفیر_سره_کتلی_دی
د عراق لومړي وزیر تېره ورځ په بغداد کې د ایران له سفیر محمد کاظم آل صادق سره، په کتنه کې د دواړو هیوادونو تر مینځ د همکاریو د پراختیا په هکله خبرې اترې کړي دي.
(last modified 2024-02-25T23:36:44+00:00 )
Feb 26, 2024 04:03 Asia/Kabul
  • د عراق لومړي وزیر د ایران له سفیر سره کتلی دی

د عراق لومړي وزیر تېره ورځ په بغداد کې د ایران له سفیر محمد کاظم آل صادق سره، په کتنه کې د دواړو هیوادونو تر مینځ د همکاریو د پراختیا په هکله خبرې اترې کړي دي.

په دغه کتنه کې د عراق لومړي وزیر محمد شیاع السودانی ټینګار کړی چي بغداد په سیمې او نړۍ کې د ثبات په لړ کې د سیمې له ټولو هیوادونو او په تیره بیا ایران سره د همکاریو لپاره هڅه کوي.

ایران او عراق په مختلفو سیاسي، امنیتي، فوځي، سوداګریز او فرهنګي ډګرونو کې استراتیژیکې اړیکې پالي او د دواړو هیوادونو مشران د دوه اړخیزو همکاریو پراختیا ته ګروهنه لري.