Feb 28, 2024 04:15 Asia/Kabul
  • ایران له سوریې څخه  د بهرنیو عسکرو په وتلو ټینګار وکړ

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په ملګروملتونو کښې د ایران دائمي استازي او سفیر« امیر سعید ایرواني» ټینګار وکړ: ټول بهرني ځواکونه چې په غیر قانوني ډول سوریې کښې شتون لري باید له هیڅ ډول وارمخکې شرط او یا ځنډ پرته له دغه هیواده ووځي.

هغه پرون د ملګروملتونو د امنیت شورا په غونډې کښې د سوریې د حالت په هکله وویل له ارامه امنیتي فضا سره سره سوریه هماغه راز له جدي چیلنجونو سره مخامخ ده چې تر ټولو جدي چیلنج یې خارجي ځواکونه دي چې د سوریې ځینې سیمې  یې په نیواک کښې وروستلي او د امنیت شورا لخوا پیژندل شوي ترهګرې ډلې چې د سوریې  ځینې سیمې یې نیولي دي او دغه راز د سوریې پرضد د اسرائیلو رژیم پرله پسې تیري د نړیوالو قوانینو ښکار خلاف ورزۍ ده.

په ملګروملتونو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت لوړرتبه ډیپلوماټ سعید ایرواني ډاګینه کړه په دې مینځ ومان کښې د ملکي وګړو  او د غیر پوځي بیخ بنایانو پرضد د اسرائیلو د رژیم پرله پسې توغندوي حملې په سوریې کښې حالات نور پسې پیچلي کوي او دغه چاره د بشر دوستانه فعالیتونو د غوڅیدا سبب شوي او بشر دوستانه چارو ته لاسرسی ګډوډوي.

د ایران اسلامي جمهوریت د اسرائیلو رژیم د دا ډول ښکاره خلاف ورزۍ په دلیل په کلکه غندي.

هغه وویل د ایران اسلامي جمهوریت تل ویلي دي چې د سوریې کړکیچ باید په سوله ئیز ډول او د ملګروملتونو د منشور او د نړیوالو قوانینو پراساس او دغه راز د سوریې د عربي جمهوریت ځمکنۍ بشپړتیا ، ملي واکمنۍ او خپلواکۍ ته په بشپړه احترام کولو سره حل شي.

په ملګروملتونو کښې د ایران دائمي استازي او سفیر امیر سعید ایرواني ټینګار وکړ امنیت شورا باید په خپلو مسوولیتونو باندې عمل وکړي او د سوریې ځمکنۍ بشپړتیا او واکمنۍ تضمین کاندي.

 

ټیګونه