د ټاکنو امنیت، د ایران مهمه سیاسي لاسته راوړنه
په تېرو ۴۵ کلونو کې د ایران د اسلامي جمهوریت له مهمو لاسته راوړنو او بریالیتوبونو څخه یوه په امنه فضا کې د ۳۹ ټاکنو تر سره کول دی.
د ایران د پارلمان د دوولسم پړاو ټاکنې او همداشان د خبرګانو د شورا شپږم پړاو ټاکنې د کب د میاشتې په ۱۱ یعني د جمعې په ورځ په ټول کې ایران کې تر سره کیږي، په ټاکنو کې یو تر ټولو مهمه مساله، د هغه پر امن تر سره کېدا ده.
د اسلامي انقلاب معظم رهبر د جمعې د ورځې د ټاکنو په اړه څلور استراتیژۍ ټاکلي دي چي په کښې پیاوړی ګډون، حقیقي سیالۍ، د ټاکنو حقیقي سلامتیا، او د امنیت بشپړه ټینګېدا شامل دي. په دې لړ کې د ایران د اسلامي جمهوریت د کورنیو چارو د وزارت امنیتي معین او د ټاکنو د امنیت د کمیټې مشر سید مجید میراحمدي تېره ورځ اعلان وکړ چي له ۲۵۰ زره زیات فوځي او امنیتي منصوبین د ټاکنو د امنیت د ټینګولو چارې مخ ته وړي.
یو دلیل چي په ایران کې د ټاکنو امنیت ته د زیاتې پاملرنې لامل ګرځي، د ایران ولسي جوړښت او ترکیب دی، ایران داسي یو هیواد دی چي بېلابېل قامونه او خلګ په کښې استوګن دي او په ټاکنو کې د خلګو قومي څېره هم خورا اغېزمنه ده.
سره له دې په تېرو ۳۹ ټاکنو کې په ایران کې هیڅ اامني نه ده رامینځ ته شوې او په امنه فضا کې د ټاکنو تر سره کېدا، د ایران د اسلامي جمهوریت د پام وړ له لاسته راوړنو څخه دي.
په دې لړ :ې د اسلامي انقلاب معظم رهبر ایت الله خامنه ای د ۱۳۹۴ کال د کب د میاشتې په ۲۰ نیټه کې اعلان وکړ چي د ایران د ټاکنو یوه د پام وړ ځانګړنه چي له امله یې باید د خدای شکر ادا کړو، د امنیت دی، حتي په هغو لیري پرتو سیمو کې چي د اختلاف زمینې هم موجودي وې، لکه چي د دوو قامونو او ښارونو تر مینځ اختلاف او سیالۍ وي، داسي مسالې د ایران په ګوټ ګوټ کې موجود دي، خو سره له دې هیڅ یوه ترخه پېښه نه ده رامینځ ته شوې. داسي کومه پېښه چي د ټاکنو فضا ورانه کړي او یا خدای مه کړه چي خلګو ته په کښې زیان اوښتي وي.
دا چي ولي د اسلامي انقلاب معظم رهبر په پوره امنیت کې د ټاکنو د تر سره کېدا په ضرورت ټینګار کوي مختلف دلایل لري، یو دلیل هم دا دی چي هغوی د ټاکنو د کارنده توب غوښتونکی دی.
هغوی په دې باور دی چي ټاکنې په ایران کې باید د وحدت د پیاوړي کېدو لامل شي، په دې لړ کې د سلوغې د میاشتې په ۲۹ کې د تبریز له خلګو سره په کتنه کې وویل: شخصي او سیاسي اختلافات باید د دښمن په وړاندې د ایران د ملي وحدت د کمزورتیا لامل نه شي.
د ایران ټاکنې په داسي حال کې تل په پرامنه فضا کې تر سره شوې ده چي د ایران دښمنانو تل په ټاکنو کې د ګډوډیو، بلوا او ناامني لپاره له هر ډول دسیسو څخه کار اخیستي دي. د ایران د اسلامي جمهوریت د امنیتي اداراتو د معلوماتو له مخې دښمنان د تېر سپټمبر له میاشتې را په دې خوا په ایران کې د بلواو د جوړولو په لټه کې وه چي په ایران کې د ټاکنو د تر سره کېدو مخنیوی وکړي چي دا دسیسې هم د استخباراتي او امنیتي ارګانونو په هلوځلو سره، شنډې شوې.