Feb 29, 2024 05:12 Asia/Kabul
  • د ایران اصلی سیاست  له ګاونډیانو سره  داړیکو پیاوړتیا ده

د اسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو عمومی قوماندان سردار حسین سلامي له یو شمیر نورو لوړپوړو قوماندانانو او مسئولانو سره یو ځاي د آذربایجان شرقي ولایت ته سفر کړی او دیوشمیر جوړیدونکو پروژو دلیدو په وخت ئې له دوي سره خبرې کړي دي.

د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو عمومی قوماندان د ولایتي مسئولانو او قوماندانانو په ټول کې ووئیل،د ایران د اسلامی جمهوریت اصلي سیاست  له ګاونډیانو سره  داړیکو پیاوړتیا، د مناسبو ارتباطي سترو لارو رامینځةکیدا او له دوي سره د سیاسی،اقتصادي،کلتوري او ټولنیزو ښو تعاملاتو ټينګول دي.ایران له خپلو ګاونډیانو سره  ډير مشترک او متقابل  ظرفیّتونه لري.

 فارس خبری آژانس راپور ورکړی،د اسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو عمومی قوماندان سردار حسین سلامي له یو شمیر نورو لوړپوړو قوماندانانو او مسئولانو سره یو ځاي  د آذربایجان شرقي ولایت  ته سفر کړی او  دیوشمیر جوړیدونکو پروژو د لیدو په وخت  ئې له دوي سره خبرې کړي دي.

سردار حسین سلامي د سیاسی او پوځي  مسئولانو  په ټول کې  ووئیل،ایران جنوب ته  د شمال او لویدیځ ته دختیځ د ارتباط یو طلائی ځاي دی  او ډير زیات امکانات او  سټراټژيک اهمیّت لري.مونږ له خپلو ګاونډیانو سره ډير مشترکات لرو، د ایران اصلي سیاست  له خپلو  وروڼو ګاونډیانو سره  داړیکو پیاوړتیا او له ښو کلتوري  او اقتصادي ، سیاسی او ټولنیزو  راشه دیرشو څخه  په ګډه ګټه پورته کول  او د یوه بل په غم او ښادئ کې  شریک کیدل  او ملګرتیاؤ کول دي څو درسته سیمه په سوله ایز ګډ ژوند سره  آرامښت او پراختیا  او پرمختګ ولرل شي.

 

ټیګونه