د ایران او روسیې تر مینځ د همکاریو ۶ سندونه لاسلیک شوي
د ایران او روسیې د اقتصادي همکاریو د ګډې کمیټې په اوولسمه غونډه کې د دواړو هیوادونو د جګپورو چارواکو تر مینځ د همکاریو ۶ سندونه لاسلیک شوي دي.
دغه غونډه په تهران کې د ایران د تیلو د وزیر جواد اوجی او د روسیې د لومړي وزیر د مرستیال الکساندر نواک په ګډون تر سره شوه چي په کښې د لویو لارو د جوړولو او د ازادو تجارتي سیمو د رامینځته کولو لپاره ۶ هوکړې لاسلیک شوې.
الکساندر نواک له دغې غونډې وروسته، په یوه خبري ناسته کې وویل چي د ایران او روسیې تر مینځ د سوداګریو کلنۍ کچه ۶ میلیارد ډالرو ته رسېدلې ده، او تمه کیږي چي له دې نه زیاته وده وکړي.
همداشان د یادې غونډې په ترڅ کې د ایران د لویو لارو او ښارجوړونو وزیر مهرداد بذرپاش هم د روسیې د ولسمشر له ځانګړي استازي ایګور لویتین سره، وکتل چي دواړو لورو په کښې د روسیې او ایران تر مینځ د رېل ګاډو د پټلیو د پروژې د بشپړه کېدو په ضرورت بانډې ټینګار وکړ.
دواړهو هیوادونو په اقتصادي، فوځي او امنیتي ډګرونو کې د اړیکو د پراختیا هڅې کوي او په سیمې او نړۍ کې له امریکا سره، په مقابله کې همکاري کوي.