Mar 01, 2024 07:51 Asia/Kabul
  • د رڼو او خوندي ټاکنو د ترسره کېدو لپاره هر څه چمتو دي

د ایسنا د راپور له مخې، سردار سعید منتظر المهدي د اسلامي شورا او د رهبرۍ د خبرګانو جرګې د ټاکنو له پیلیدو څو ساعته مخکې  وویل: د پوره امنیت تر سیوري لاندې د پراخ ګډونه ټاکنو د ترسره کولو لپاره هر څه چمتو او تیار دي او تر دې وخته پورې هېڅ ډول انضباطي او امنیتي ستونزه  نشته.

ده په دې خبرې سره چې له پولې څخه تر مرکز پورې ټولې سيمې د پوليسو په واک کې دي وويل: زموږ د هېواد پوله ساتي ځواکونه په پوره تياري او د پولو پر تګ راتګ څارنه کوي، همدارنګه د پولیسو ځانګړې قطعې او ګزمې په ټول هېواد کې د نظم او امنیت د تامین په موخه سل په سلو کې چمتو دي.

د فراجا پولیسو وياند څرګنده کړه، چې د ټاکنو په ورځ به ١٩٠ زره پوليس له نورو امنيتي ارګانونو سره د خلکو په همکارۍ او د خلکو په خدمت کې وي.

ټیګونه