Mar 04, 2024 04:47 Asia/Kabul
  • د اسرائیلو د جنایتونو جرړه پینځه اویا کلنې نیواکګرۍ ته ورګرځي

زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر ابراهیم رئیسي د الجزایر له ولسمشر عبدالماجد تبون(Abdelmadjid Tebboune) سره په ګډ خبري کانفرنس کښې وویل هغه څه چې نن سبا د فلسطین په غزې تړانګې کښې روان دي نسل کشي او جنګي جنایت دی او د دغه جنایت جرړه د صهیونیسټانو د نیواکګرۍ پینځه اویا کلن تاریخ ته ورګرځي.

د ایران ولسمشر سید ابراهیم رئیسي پرون مازیګر په دغه خبري کانفرنس کښې د الجزایر حکومت ته د ګازو د صادرونکو هیوادونو د مشرانو د اومې غونډې په بریالیتوب سره د ترسره کولو په مناسبت د مبارکۍ د ویلو په ترڅ کښې د ایران او د الجزایر اړیکې له سیاسي اړیکو ورهاخوا او هغه له ژورو دیني ، کلتوري او تمدني پیوندونو څخه رامینځته شوي وبللې.

د ایران ولسمشر د صهیونیسټ رژيم له نیواکګرۍ او جنایتونو سره په ضدیت او د فلسطین د مظلومون خلکو د حقوقو په دفاع کښې د ایران او د الجزایر ګډو سیاسي دریځونو ته په اشارې سره وویل هغه څه چې نن په غزې تړانګې کښې روان دي جنګي جنایت او نسل وژنه ده او د دغه جنایت جرړه د صهیونیسټ رژیم د نیواکګرۍ پینځه اویا کلن تاریخ ته وګرځي.

د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي د فلسطین د سړیو او د ښځو د ستاینې وړ مقاومت په قدرونې سره د صهیونیسټ رژيم له جنایتګرۍ د امریکا سیاسي ، مالي ، سیاسي او رسندوي ملاتړونه د بشري حقوقو د تاریخ شرمونکی پړاو وباله او د بشري حقوقو د ادعا کونکو نړیوالو ادارو په انفعال او بې عملۍ باندې د نیوکې په ترڅ کښې  یې وویل نن سبا د امریکا او د صهیونیسټ رژيم د ځینو لویدیځو ملاتړو هیوادونو لاسونه د فلسطین د غزې تړانګې د مظلومو او د بې ګناه خلکو په وینو ککړ دي.

د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي د فلسطین د غزې تړانګې د خلکو پرضد د جنایتکارانه اقداماتو له دوام سره سره له صهیونیسټ رژيم سره د ځینو اسلامي هیوادونو د اړیکو په دوام باندې د ژورې اندیښنې په څرګندولو سره وویل له اسرائیلو سره د سیاسي او د اقتصادي اړیکو غوڅول په هغو عواملو کښې شامل دي چې د دغه رژیم د جنایتکارۍ په مقابل کښې به  دفاع رامینځته کړي.

د ایران ولسمشر په دې خبرې سره چې مونږ د فلسطین د خلکو په پریکنده بریالیتوب او د صهیونیسټ رژیم او د هغه د ملاتړو هیوادونو په پریکنده ماتي خوړلو یقین لرو په هالینډ کښې د انصاف په نړیوالې محکمې کښې د صهیونیسټ رژيم د غندلو لپاره په هڅې کښې د الجزایر د ولسمشر د دریځونو قدرونه وکړه او ویې ویل د انصاف نړیواله محکمه باید زر تر زره د پریکنده غندنې د حکم په صادرولو سره د بمباریو د چټک بندیدا ، د نیواکګرۍ د  ختمیدا ، د صهیونیسټانو او د هغوې د ملاتړو هیوادونو د سزا کولو او محاکمه کولو کار محقق کړي.

ابراهیم رئیسسي ټینګار وکړ د فلسطین د مظلومو خلکو دفاع کول د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرني سیاست نه بدلیدونکی اصل دی وویل مونږ هیڅکله د فلسطین د  خلکو د حقوقو په ملاتړ کښې شک نه دی کړی او د فلسطینیانو د حقه حقوقو د پرځایښت لاره چاره د مسلمانانو د عیسایانو او د یهودیانو په شمول د فلسطین دخلکو رایو ته مراجعه کول دي.

 

ټیګونه