د امنیت شورا چوپتیا د فلسطینیانو د وژنې او لوږې جواز دی
په ملګرو ملتونو کې د ایران سفیر، د اسرائیلي رژیم په ملاتړ او په غزه کې د سمدستي او دایمي اوربند د رامنځته کولو لپاره، د امنیت شورا د پریکړه لیکونو د نه تصویبېدو له امله، د امریکې پر حکومت باندې په سختې نیوکې سره وویل: له بده مرغه د امنیت شورا چوپتیا د فلسطنیانو د وژنو او لوږې په جواز باندې بدله شوې ده.»
د ایرنا د خبر له مخې، په ملګرو ملتونو کې د ایران سفیر او دایمي استازی امیر سعید ایرواني په سیمه ایز وخت د دوشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په غونډه کې، د امریکا له لورې د درېیم ځل لپاره په غزې تړانګه کې د اوربند د ټینګولو په موخه په امنیت شورا کې د پریکړه لیک ویټو ته د کتنې ترڅنګ، د یوه امریکایي عسکر د ځان سوځولو له امله د جو بایډن د ادارې د فلسطین ضد سیاستونو ته په اشارې سره او وویل: «د خواشنیۍ ځای دی چې امریکا پرېکړه کړې پرحقایقو سترګې پټي کړي او په بې شرمۍ سره د اسرائیلي رژیم د روان نسل وژنې ملاتړ وکړي او حتی د نړیوالو غوښتنو ته هم پام نه کوي."
د تېرې اونۍ په واشنګټن کې د هارون بوشنیل ځان سوزول ښیي چې د فلسطین پر وړاندې د تاوتریخوالي له امله، د نړۍ وجدان څومره ژور ټپي شوی او د امریکا ولس څه ډول د خپلو واکمنانو پر سیاستونو څه ډول شرمېږي.