Mar 06, 2024 07:35 Asia/Kabul
  • صهیونیسټ رژيم  د فلسطین  دملت د تاریخ او هویّت په حذفولو پسې دی

صهیونیسټ رژيم د فلسطین دملت د تاریخ او هویّت په حذفولو پسې دی

د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان  بیګا په جدې  کې د اسلامی ملګرتیاموسیسې د غونډې په څنډې کې د خبریالانو په ټول کې ووئیل،هغه خطرنا ک اقدام چې صهیونیسټ رژيم ئې تعقیبوي،دا دی چې په نیواکي ټاټوبو کې د فلسطین تاریخ اوهویّت حذف کړي.هغه ووئیل،له اسلامی هیوادونو زمونږ جوته غوښتنه دا ده چې باید زرترزره  له صهیونیسټي رژيم سره د اسلامی هیوادونو  دحکومتونو په سویه  ډيپلوماټيکې اړیکې،د شیانو دلیږد رالیږد،پير پلورغوڅ  شي.

 هغه ووئیل،له غزې څخه په ملاتړ کې د اسلامی هیوادونو د دریځونو په بیانولو کې کوم جدي اختلاف نشته ، خو هغه څه چې اوس  فلسطین ورته د ملاتړ ضرورت لري،  په سیاسی اعلامیو  بسنه نه کول دي.عبداللهیان ووئیل ،امریکایان نن سبا د انساني مرستو خبرې کوي،دغه اقدامات له ریاکارۍ ډک دي . امریکا په دغه جنګ کې د اسرائیلو ترڅنګ  ولاړه ده، بلکې د جنګ مدیریّت د امریکا په غاړه دی.هغه ټينګار وکړ،صهیونیسټي رژيم  باید د یوه جنګي جنایتکار په توګه  په هیک نړیوال  عدالت کې محاکمه شي.

 د ایران خارجه وزیر پرون دیوه پلاوي په مشرۍ  دغزې تړانګې د ترینګلتیاؤ  په باب د اسلامی هیوادونو دملګرتیا موسیسې  دخارجه وزیرانو په غونډې کې دګډون لپاره دعربستان جدې ته تللی  دی او په دغې ناستې کې ئې وینا کړې ده.

وروستي راپورونه ښئ چې  دغزې په جنګ کې تر دې دمه د وحشي صهیونیسټانو په پې امانه جنایتونو او بمباریو کې  دفلسطینیو شهیدانو شمیر  څه دپاسه  دیرش زره تنه او د ټپیانو شمیر هم  له اویاؤ زرو زیات شوی دی چې  زیاتره قربانیان ئې ماشومان او ښځې دي .

 

ټیګونه