Mar 07, 2024 13:22 Asia/Kabul
  • ایران په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت پر جوړولو ټینګار وکړ

په ملګرو ملتونو کې د ایران سفیر او دایمي استازي وویل، په افغانستان کې د یوه ټولګډونه حکومت رامنځته کېدل به په دغه هېواد کې د شخړو د پای ته رسېدو، د کډوالو د شمېر د کمولو او د بشري حقونو د خوندیتوب لامل شي.

د ایرنا د خبر له مخې، په ملګرو ملتونو کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر او دایمي استازي« امیر سعید ایرواني» د چهارشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د افغانستان حالات له ننګونو ډک وبلل او وویل: د ملګرو ملتونو د سرمنشي د وروستي راپور له مخې، په ۲۰۲۴ کال کې د افغانستان تر نیمايي زیات نفوس بشري مرستو ته اړتیا لري.

ايرواني د افغانستان امنيتي وضعیت ته په اشارې سره وويل: د تروريزم، نشه يي توکو قاچاق او د پولو په کنټرول کې د کمزورتیا په شان ننګونې همدارنګه دوام لري او د افغانستان او د هغه د ګاونډيانو ثبات له ګواښ سره مخامخ کوي او له بده مرغه چې د طالبانو حکومتي چارواکو د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه  لا هم خپل مکلفيتونه نه دي ترسره کړي.

په ملګرو ملتونو کې د ایران سفیر زیاته کړه، د ایران اسلامي جمهوریت د افغانستان د یو مهم ګاونډي په توګه، د غیر قانوني کډوالۍ په زمینه کې تل له ننګونو سره مخامخ دی او ایران ته د میلیونونو افغانانو کډوالي او پر ایران اسلامي جمهوریت باندې له ظالمانه بندیزونو سره سره، دغه هېواد اقتصادي ستونزې لاهم زیاتې کړي دي.

ټیګونه