اسلامي هیوادونه دې له صهیونیست رژیم سره، سوداګریزې اړیکې بندې کړي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i147316-اسلامي_هیوادونه_دې_له_صهیونیست_رژیم_سره_سوداګریزې_اړیکې_بندې_کړي
د ایران د اسلامي جمهوریت د قضایي قوې مشر په غزې کې د نړیوال او بشردوستانه حقوقو د نقضونې او د فلسطین د نیواک په نړیوال کنفرانس کې له اسرائیل رژیم سره د اسلامي هیوادونو د سوداګریزو اړیکو د غوڅېدو غوښتونکی شو.
(last modified 2024-03-07T23:31:27+00:00 )
Mar 08, 2024 04:00 Asia/Kabul
  • اسلامي هیوادونه دې له صهیونیست رژیم سره، سوداګریزې اړیکې بندې کړي

د ایران د اسلامي جمهوریت د قضایي قوې مشر په غزې کې د نړیوال او بشردوستانه حقوقو د نقضونې او د فلسطین د نیواک په نړیوال کنفرانس کې له اسرائیل رژیم سره د اسلامي هیوادونو د سوداګریزو اړیکو د غوڅېدو غوښتونکی شو.

هغه په یاده غونډه کې وویل: لږ تر لږه اسلامي هیوادونه د فلسطین لپاره کولایشي په بشپړه توګه له اسرائیل رژیم سره خپلې سوداګریزې اړیکې غوڅې کړي او په نړیوالو ارګانونو کې د صهیونیست رژیم په ضد شکایت وکړي.

د ایران د قضایي قوې مشر محسني اژه ای یادونه وکړه چي په غزې کې د صهیونیست رژیم جنایتونه د نړیوالو حقوقو په هیڅ یو تعریف کې نه شي راتلای او باید دغه ډول نسل وژنې او جنایاتو ته نوی تعریف وړاندې شي.

هغه وویل: نن سبا صهیونیستان د امریکایانو په بشپړه ملاتړ په غزې کې هر ډول جنایت ته لاس پورې کړي او کوم هیوادونه چي د اسرائیل د دغو جنایتونو په وړاندې د حقوقي اقداماتو هڅه وکړي د امریکا له سخت چلند سره مخامخ کیږي.

له بلې خوا د ایران د سرې میاشتې د کمیټې مشر پیرحسین کولیوند هم یادونه وکړه چي غزې لپاره راغونډ شوې مرستې په انبارونو کې د سخا کېدو په حال دي ځکه چي صهیونیست رژیم غزې ته د بشري مرستو د ننوتلو مخنیوی کوي په داسي حال چي په زرګونو فلسطینیان درملیزو خدماتو او مرستو ته اړتیا لري.

همداشان د ایران د بشري حقوقو د کمیتې منشي کاظم غریب آبادی د اسلامي هیوادونو دریځ ته په اشارې سره وویل: اسلامي هیوادونو په تېرو میاشتو کې د اسرائیل د رژیم د جنایاتو په وړاندې ښه دریځونه نیولي دي خو په عمل کې هیڅ یو کار هم نه دي کړي. په غزې باندې د صهیونیست د رژیم د جنایاتو په دوام سره، د شهیدانو شمېر کابو ۳۱ زرو تنو ته رسېدلي او د ټپیانو شمېر هم له ۷۲ زرو کسانو اوښتې دي.