Mar 12, 2024 07:47 Asia/Kabul
  • ایران د ملګروملتونو د ښځو له کمیسیون څخه د صهیونیسټي رژیم د ویستلو غوښتنه وکړه

د ایران د ولسمشر مرستیالې انسیه خزعلي د ملګرو ملتونو د ښځو د کمیسیون په غونډه کې، د څو لسیزو د ښځو او ماشومانو د جنسي تیریو او وژلو ته په اشارې سره، د ملګرو ملتو د ښځو له کمیسیون څخه د صهیونیسټي رژیم د ایستلو غوښتنه وکړه.

د ایرنا د خبر له مخې، انسیه خزعلي د دوشنبې په ورځ په نیویارک کې د ښځو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د کمیسیون په ۶۸مه غونډه کې وویل: نن د نړۍ آزاد خلک تمه لري چې هغه رژیم چې د څو لسیزو بې ځایه کېدو، د میلیونونو ښځو او ماشومانو د جنسي تیري او وژنې مسئول دی، د ملګرو ملتونو د ښځې مقام په کمیسیون باید ځای ونلري.

هغه زیاته کړه: له همدې امله، زه د ایران د ځواکمنو ښځو په استازیتوب او د نړۍ له مقاومت کوونکو او سوله غوښتونکو ښځو سره په یووالي سره، له دغه کمیسیون څخه د اسرائیلو د تروریستي رژیم د غړیتوب د لغوه کېدو غوښتنه کوم.

د ایران د اسلامي جمهوریت مرستیالې په داسې حال کې  د ملګرو ملتونو د ښځو له کمیسیون څخه د اسرائیلو د ایستلو غوښتنه وکړه چې صهیونیسټي رژیم د لوېدیځ په ملاتړ او د الاقصی طوفان په عملیاتو کې د ناکامۍ د جبرانولو لپاره، په غزه کې پراخ قتل عام پیل کړی دی. دغه رژيم په غزې تړانګه کې ټولې لارې تړلي دي او پر دغه سيمه بمباري کوي.

د راپورونو له مخې، تراوسه تر ۳۰ زره زیات فلسطینیان شهیدان او ۷۰ زره نور هم ټپیان شوي دي.

ټیګونه