په الهی فضل سره، مقاومت به د صهیونیستانو پوزه خاورو سره وموښلوي
د رمضان د مبارکې میاشتې په لومړۍ ورځ له قران سره د مینې محفل د اسلامي انقلاب د معظم رهبر په حضور سره د امام خمینی ره په امام بارګاه کې تر سره شو.
د اسلامي انقلاب معظم رهبر په دغه مراسمو کې په خپلو وېناو کې د قرآن شریف تلاوت یو سپېڅلی هنر وبلل او ټینګار یې وکړ چي باید له دې کار نه اصلي هدف ټولنې او د خلګو پرګنیو ته د قرآن د معنا او د پیغامونو لېږدول او په قران کې د فکر او تدبیر کولو لپاره د زمینې برابرول وي.
د اسلامي اقلاب رهبر له غزې څخه د ځینو انځورونو خپراوی او د ځوانانو له خوا د قران تلاوت ته په اشارې سره، جوته کړه: د هغه مقاومت څوکه چي نن په غزې کې ګورو، د قرآن د درکولو او په هغه باندې د عمل پایلې دي.
حضرت ایت الله خامنه ای له دوو اړخونو څخه د غزې حالات په اوج کې وباله او زیاته کړه: نن په غزه کې له یوې خوا د صهیونیستانو د جنایت، ظلم او وحشت د اوج او له بلې خوا بیا د مقاومت او د زغم د اوج کتوونکي یو.
د انقلاب د رهبر په محضر کې د رمضان د میاشتې قرآني محفل
هغوی په غزې کې د لوږې او تندې له لارې د ماشومانو او نوزېږو وژل کېدا د غربیانو د تمدن رسوایي وباله او ټینګار یې وکړ: سره له دې چي صهیونیستان د مختلفو وسلو او د غربیانو او امریکا له مرستو برخمن دي لیکن د غزې د خلګو د بې سارې صبر او د مبارزینو د مقاومت د امله دښمن تر دې دمه هیڅه لاسته راوړنه درلودلې نه ده او د مقاومت د امکاناتو او وړتیاو ۹۰ سلنه خوندي پاته شوې ده.
د اسلامي انقلاب رهبر جوته کړه: د خدای په فضل سره به مقاومت د صهیونیستانو پوزه له خاورو سره وموښلوي.
حضرت ایت الله خامنه ای د غزې له خلګو سره مرسته د اسلامي نړۍ دیني مسئولیت وبلل او وویل: له صهیونیست دښمن سره هر ډول مرسته قطعا حرام او حقیقي جنایت دی او له بده مرغه ځینې اسلامي هیوادونو او حکومتونو دغه کار ترر سره کوي لیکن یوه ورځ به له دغه کار نه سخت پښېمانه شي او انشاالله به د دغه خیانت سزا وګالي.
د ایراني ځوانانو عبادي ترانه