Mar 14, 2024 13:00 Asia/Kabul
  • ایران تش په نوم د حقیقت موندنې کمیټه په رسمیت نه پیژني

د ایران د بشري حقوقو د مرکزي دفتر سکرتر وایي، د ایران اسلامي جمهوریت د حقیقت موندنې تش په نامه کمیټه په رسمیت نه پیژني.

په دې وروستیو کې د ملګرو ملتو د حقیقت موندنې کمیټې په ایران کې د تیر ۱۴۰۱ کال  خپلسرو پاڅونونو ته په اشارې سره یو راپور خپور کړ چې پکې له بشری حقوقو څخه د سرغړونې او د بشر ضد جنایتونو ادعاګانې وشوې.

د ایسنا خبري اژانس د خبر له مخې؛ د ایران اسلامي جمهوریت د قضائیه قوې د نړیوالو چارو مرستیال او د ایران د بشری حقوقو د مرکزي دفتر سکرتر کاظم غریب آبادي د ملګرو ملتو د بشري حقوقو د شورا په غونډو کې وویل: د ایران اسلامي جمهوریت  تش په نامه حقایقو سره په ټکر کې دی او د موندنو پلاوي، چې د بشري حقونو د شورا له خوا په سیاسي بهیر کې رامنځته شوی، په رسمي توګه نه پیژني.

د ایران د بشری حقوقو سرمنشی زیاته کړه، د ملګرو ملتو د بشری حقوقو شورا په ۲۰۲۳ میلادی کال کې د لویدیځو هېوادونو د سیاسي او اکثره ناروا غوښتنو په لور په حرکت کولو سره د بشری حقوقو د سرغړونو د قربانیانو د لا زیات کړاو سبب شوه او د سیاسیي مداخلو لپاره یوه وسیله شوه.

غريب ابادي وويل: د ايران اسلامي جمهوريت به د حقايقو د معلومولو د تش په نامه ډلې د رپوټ د مقابلې لپاره د بشري حقوقو د شورا په غونډه کې خپل اسناد او د ټاکل شوې کميټې د پايلو په اړه وضاحت ورکړي او سياستوال نه شي کولی چې د موضوع په اړه حقايق پټ کړي.

تر دې مخکې د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني چافي هم د ایران په اړه د حقیقت موندنې د نړیوالې کمیټې بنسټ ایښودونکو ته سپارښتنه کړې وه چې په ایران کې د نا مناسبو لاسوهنې پر ځای دې په خپلو هېوادونو کې د بشري حقونو د سرغړونو مخه ونیسي.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د حقیقت موندنې د نړیوال کمیسیون په نوم د میکانیزم له خوا خپور شوی راپور په کلکه وغانده او په دغه راپور کې یې د بې اساسه ادعاوو تکرار د حقوقي بنسټونو نه شتون او په اساسي ډول رد کړ.

 

ټیګونه