د ایران، چین او روسیې سمندري ائتلاف
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i147664-د_ایران_چین_او_روسیې_سمندري_ائتلاف
د ۲۰۲۴ میلادي کال د امنیتي سمندري مانورو ویاند اعلان وکړ چي نړۍ د هند شمالي بحیرې د امنیت د ټینګولو لپاره د ایران، چین او روسیې ترمینځ د یوه نوی سمندري ائتلاف کتوونکې ده.
(last modified 2024-03-14T06:50:26+00:00 )
Mar 14, 2024 11:19 Asia/Kabul
  • د ایران، چین او روسیې سمندري ائتلاف

د ۲۰۲۴ میلادي کال د امنیتي سمندري مانورو ویاند اعلان وکړ چي نړۍ د هند شمالي بحیرې د امنیت د ټینګولو لپاره د ایران، چین او روسیې ترمینځ د یوه نوی سمندري ائتلاف کتوونکې ده.

د ایران، روسیې او چین د سمندري ځواکونو تر مینځ د ۲۰۲۴ میلادي کال امنیتي سمندري مانورې د سولي او امنیت په شعار سره، د هند  په بحیرې کې او د ایران په محوریت  تر سره شوی دی.

د دغو مانورو ویاند امیر البحر مصطفي تاج الدیني رسنیو سره په مرکه کې وویل: د سیمې هیوادونه د ایران په نوښت او محوریت سره، د یوې فراخې سمندرې مانورې له تر سره کېدو هرکلی کړي دي.

هغه یادونه وکړه چي دغه ګډه سمندري مانوره به تر جمعې ورځې پورې دوام وکړي.

د تاج الدیني په وېنا، په یادو مانورو کې ایران، روسیې او چین د اصلي هیوادونو او همداشان، عمان، جنوبي افریقا، پاکستان، قزاقستان او اذربایجان جمهوریت هم د میلمنو په توګه حضور لري.