امریکا په فارس خلیج کښې د ویلو لپاره هیڅ نلري
تسنیم خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د سمندري ځواک د دوهمې سیمې قومندان سردار سرتیپ « حیدر هنریان مجرد» په شهید سلیماني جنګي بیړۍ سره په اوقیانوسیو کښې د ایران د قدرت د ښودلو خبر ورکړ او ویې ویل امریکا په فارس خلیج کښې د ویلو لپاره هیڅ نلري.
هغه زیاته کړه د ایران سمندري ځواک په فارس خلیج سیمه کښې د نړیوال استکبار په تیره بیا د امریکا په مقابل کښې کامله دفاع لري او د شهید سلیماني په جنګي کشتیو سره په اوقیانوسیو کښې دښمانانو ته د ایران سمندري قدرت او وسونه ورښي.
د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د سمندري ځواک د دوهمې سیمې قومندان حیدر هنریان مجرد» په دې خبرې سره چې په پوځي او دفاعي ډګرونو کښې د ایران بریاوې د ایران د اسلامي جمهوریت د قدرت سرچینه دي ډاګینه کړه د سمندر په حوزه کښې د ډير زیات سرعت لرونکي کشتیانې ، سمندري بلاسټیک توغندي، د سمندري د نښې مینځ ویشتونکي توغندي، هغه توغندي چې په سمندري هدفونو باندې له ساحل څخه د توغولو وړتیا لري، له ریډار څخه پټیدونکي کشتیانې ، د ایران داخلي جوړې بې پایلوټه الوتکې او د سپاه پاسداران د سمندري ځواک جوړې وسلې د ایران د سمندري ځواک بریاوې ګڼل کیږي.
د ایران د چین او د روسیې د دوه زره څلرویشتم په نوم د سمندري امنیت ترکیبي پوځي مانوره د هند اوقیانوسیې د شمال په سیمه کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د « جماران» د جنګي بیړۍ مخ ته د ګډون کونکو هیوادونو د پوځیانو د رسم ګذشت او پریډ په ترسره کولو سره پاې ته ورسیدله.