ایران د غزې په شفا روغتون باندې د صهیونیسټي رژیم حمله وغندله
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i147878-ایران_د_غزې_په_شفا_روغتون_باندې_د_صهیونیسټي_رژیم_حمله_وغندله
د ایران د اسلامي جمهوریت د خارجه وزارت ویاند په غزې تړانګې کښې په «شفا» روغتون باندې د صهیونیسټي رژيم بوږنونکی برید غندلی دی.
(last modified 2024-03-18T23:51:45+00:00 )
Mar 19, 2024 04:20 Asia/Kabul
  • ایران د غزې په شفا روغتون باندې د صهیونیسټي رژیم حمله وغندله

د ایران د اسلامي جمهوریت د خارجه وزارت ویاند په غزې تړانګې کښې په «شفا» روغتون باندې د صهیونیسټي رژيم بوږنونکی برید غندلی دی.

د ایران د اسلامي جمهوریت د خارجه وزارت ویاند په غزې تړانګې کښې په «شفا» روغتون باندې د صهیونیسټي رژيم بوږنونکی برید غندلی دی.

نسل وژونکي صهیونیسټي رژيم په درملیزو مرکزونو باندې په بریدونو سره خپل وحشي خوي په ډاګه کړی دی، دغه رژیم وړمه شپه په خپل یو بل جنایت کښې په غزې کښې په شفا نومې روغتون باندې حمله وکړه او د ګڼو فلسطینیانو پر شهیدولو سربیره یې په سلهاؤ ناروغان، کډوال، خبریالان او درملیز سټاف په دغه روغتون کښې محاصره کړ.

په هم دې لړ کښې د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني پرون په غزې کښې د صهیونیسټي رژيم د جنایتونو په غندلو سره وویل: دا اول ځل نه دی چې نړۍ داسې تریخ حقیقت ویني چې صهیونیسټي رژیم د ټولو نړیوالو اصولو او قوانینو په څرګندې خلاف ورزۍ سره، دمرلیز سټاف، ناروغان او زخمیان یا وژلي، یا یې ژوبل کړي او یا یې اسیران کړي دي او ترټولو ابتدايي انساني اصول او نړیوال بشردوستانه حقوق یې ترپښو لاندې کړي دي.