د سیمې هیوادونه دې د ترهه ګرۍ په وړاندې یو موټی عمل وکړي
حسن کاظمي قمي په ماسکو کې د وروستۍ ترهه ګرې حملې په غبرګون کې په بهرنۍ سرچینې سره د ترهه ګرۍ په وړاندې د سیمې د هیوادونو دګډ اقدام پر ضرورت ټينګار وکړ.
تسنیم خبری آژانس راپور ورکړی، د افغانستان په چارو کې دایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشر ځانګړي استازي په ماسکو کې د ترهه ګرې حملې په غبرګون کې ټينګار وکړ، د سیمې هیوادونه باید په بهرنۍ سرچینې سره د ترهه ګرۍ په وړاندې یوموټی او متحد عمل وکړي.
حسن کاظمي قمي په ماسکو کې د وروستۍ ترهه ګرې حملې په غبرګون کې په بهرنۍ سرچینې سره د ترهه ګرۍ په وړاندې د سیمې د هیوادونو دګډ اقدام پر ضرورت ټينګار وکړ.
حسن کاظمي قمي په ایکس پاڼې کې پخپل پيغام کې د ماسکو په کرکس کې د تیرې شپې ترهه ګره پیښهدسختې اندیښنې او ژور افسوس سبب ده، ضرورت لري چې د سیمې هیوادونه دګډ امنیتی ګواښ یعني په بهرنۍ سرچینې سره د ترهه ګرۍ په وړاندې د یوه بل په ظرفیّتونو باندې په تکیې سره یو موټی او متحد عمل وکړي.
د روسیې سرچینو پخپلو وروستیو راپورونو کې وئيلي دي ، د ماسکو په شاوخوا کې په کرکس کنسرت هال باندې دترهه ګرې حملې د قربانیانو شمیر ۱۴۳تنو ته رسیدلی چې البته د روسیې د روغتیا وزارت په یوې اعلامیې کې وئيلي دي،نور کابو یوسل لس ټپیان په روغتونو کې دي ، چې په هغو کې هم د لسګونو کسانو وضعیّت مرګي حاله دی چې ماشومان هم پکې ترسترګو کیږي