Mar 26, 2024 05:15 Asia/Kabul
  • د فارسي ادبیاتو شاعرانو او استادانو د اسلامي انقلاب له معظم رهبر سره ولیدل

د نړۍ د اهل تشیع د دویم امام، حضرت امام حسن مجتبی (علیه السلام) د زوکړې په مناسبت، د شاعرانو او فرهنګ او ادب یوه ډله مینوالو د اسلامي انقلاب له ستر لارښود سره ولیدل.

د معظم رهبر د دفتر د معلوماتو له مخې، دغه لیدنه چې د دوشنبې په ورځ د ماښام له لمانځه مخکې پیل شوه، لومړی یو شمېر شاعرانو د اسلامي انقلاب له ستر لارښود حضرت آیت ا... خامنه يي سره خبرې وکړې. بیا د ماښام او ماسخوتن لمونځونه د اسلامي انقلاب د معظم رهبر په امامت ادا شول او حاضرو کسانو له هغه سره خپله روژه ماتې کړه.

د دغې لیدنې په دوام کې، ځوانو او تکړه شاعرانو د امام حسن مجتبی (ع) او نورو موضوعاتو په اړه شعرونه وویل.

Image Caption

په دې اړه بشپړ خبر به وروسته تاسو ته وړاندې شي.

ټیګونه