Mar 26, 2024 11:34 Asia/Kabul
  • د لویدیځ په دوه ډوله معیارونو د ایران د خارجه وزیر نیوکه

د ایران د اسلامي جمهوریت خارجه وزیر په بهرنیو چارو کښې د اروپايي اتحادیې له جګ پوړي استازي سره په ټیلیفوني خبرو کښې د فلسطین او غزې په وړاندې د لویدیځ په دوه ګونو او متناقضو معیارونو نیوکه وکړه.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان بیګا په بهرنیو او د امنیتي سیاست په چارو کښې د اروپايي اتحادیې د لوړرتبه نماینده جوزف بورل سره په ټیلیفوني خبرو کښې د مهمو سیمه ایزو او نړیوالو موضوعاتو او د ایران او اروپايي اتحادیې د وروستي حالت په هکله د نظر د تبادلې او څیړنې په ترڅ کښې وویل: د اسرائیلو له خوا په غزه کښې انساني کړکیچ او د خلکو اوږې ساتلو، د غزې حالت «د پیړۍ په حقیقي کړکیچ» بدل کړی دی.

امیرعبداللهیان په غزه کښې روانو حالاتو او د صهیونیسټي رژيم له خوا په شفا روغتون کښې د فلسطینیانو د اعدام او همداشان د ښځو او ماشومانو د قتلِ عام د بوږنونکو رپورټونو ترلاسه کیدو ته په اشارې سره زیاته کړه: په خواشینۍ سره د صهیوینسټي رژیم وزیراعظم د غزې دوسیه او حتی د امریکې ملي ګټې، د خپلو شخصي ګټو لپاره ولجه کړې دي.

د ایران خارجه وزیر د جنګ د بندیدو د ضورت او غزې ته سمدستي د انساني مرستو د لیږلو په هکله د بورل د لیدتوګې په قدرونې او د فلسطین په هکله د نړیوالې ټولنې او د اروپايي اتحادیې د ذمه وارۍ په یادولو سره وویل: اوس وخت دی چې د اسرائيلي رژيم خلاف خبرداره کوونکې تابیاوې غوره شي او د دغه رژيم د جنایتونو له هغو نه د غزې په شفا روغتون کښې یې د ترکیبي جنایتونو په هکله یوه نړیواله تحقیقي ډله جوړه شي.

هغه همداشان غزې ته د انساني مرستو د نمایشي لیږد ترڅنګه په دغې سیمې کښې د نسل وژنې لپاره صهیونیسټي رژيم ته د امریکې او د ځینو اروپايي هیوادونو له خوا د وسلو د لیږد دوام، د لویدیځ د دوه ګونې او متناقضې کړنلارې یوه نمونه وبلله.

د ایران د اسلامي جمهوریت خارجه وزیر په دوام کښې، په ایټمي موضوع کښې د ایران او اروپا د استازو پرله پسې مذاکراتو او تماسونو ته په اشارې سره وویل: د ایران اسلامي جمهوریت د ایټمي انرجۍ له نړیوال آژانس سره رغنده ملګرتیا ته هوډمن دی او په مقابل کښې جدي تمه لري چې لویدیځ لوري هم د تهران خلاف د بندیزونو د ختمولو او د ایټمي مذاکراتو په موضوع کښې د خپلو ژمنو پابندي وکړي.

په دغو ټیلیفوني خبرواترو کښې جوزف بورل هم د روژې او د نوي لمریز کال مبارکه وویله او په دې خبرې سره چې نتیجې ته د ایټمي مذاکراتو رسول لاهم د اروپايي اتحادیې یو وړومبیتوب دی، د ایټمي خبرواترو او د بندیزونو د ختمولو د تعقیبونې د دوام په ضرورت تاکید وکړ.

هغه همداشان د فلسطین په موضوع کښې د اروپايي اتحادیې پروګرام، غزې ته د انساني مرستو د لیږلو دوام او د «آنروا» له اقداماتو ملاتړ او همداشان د دائمي اروبند لپاره د ملګرو ملتو د هلوځلو حمایت وباله او په رفح باندې د اسرائيلو له حملې سره د بیاځلې مخالفت څرګندولو په ترڅ کښې یې، د ملکي وګړو په اوږي ساتلو نیوکه وکړه.

د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست مسئول همداشان د ایران مهم رول او مقام ته په اشارې سره په سیمه کښې د شخړو د کمولو لپاره د هلوځلو د دوام غوښتنه وکړه.

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

ټیګونه