Mar 28, 2024 17:08 Asia/Kabul
  • د ۱۴۰۳کال شعار؛په ولسی ګډون سره د تولید وده (2)

د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والوپه دې شیبو کې د نوي کال د شعار او په ولسی  ګډون سره  د تولید ودې نومې لړۍ  له ننني دوهم مطلب سره ستاسو په خدمت کې  یوو،هیله د ه  د استفادې وړ مو وګرځي.

 د اسلامی انقلاب معظم لارښود چې  هر کال د نوی کال لپاره دیو عنوان او شعار ټاکي ، د ۱۴۰۳ لمریز کال لپاره ئې د ؛  په ولسی ګډون سره  دتولید وده؛ عنوان وټاکۀ.  دغه عنوان ښئ چې د اسلامی انقلاب د معظم لارښود ترټولو مهمه اندیښنه  داقتصاد مسئله ده .په دغې لړۍ کې  د تولید په مقولې  د اسلامی انقلاب د ستر لارښود دټينګار ځينو دلیلونه ارزول کیږي.

 دوستانو له ۱۳۹۸ لمریز کال  څخه  تردې دمه یعني په تیرو شپږو کلونو کې ، تولید د کال د شعار یو اصلي ټکی ؤ. ددغې کلمې  کارول ددې ښودنه کوي ، چې د اسلامی انقلاب ستر لارښود د اقتصادي  مشکلاتو اصلي ريښه  د داخلی تولید  په چورلیزې موضوع کې ګڼيي. په حقیقت کې،حضرت آیت ا...العظمی سید علی خامنه اي  ئې هم د هیواد اساسی مشکل ګڼي  او هم  د هغو لپاره  لاره چاره وړاندې کوي. پر تولید ټينګار، د مقاومتي اقتصاد د لوي سیاست په اوږدو کې یو کړچار دی .د اسلامی انقلاب ستر لارښود د ۱۴۰۳لمریز کال د وري د میاشتې په لومړۍ ورځ  په دې باب  وفرمائيل؛زه  د کارپيژاندو د نظرونو په مطالعې سره  دا موضوع  دې نتیجې ته رسوم چې  د هیواد داقتصادي مشکلاتو د حل لپاره یو اساسی حل ،د تولید موضوع ده، داخلی تولید ، ملی تولید،  دهمدې لپاره همدا ده چې  په دغو تیرو څو کلونو کې مونږ پر تولید تکیه  کړې ده . که  دتولید  وده او  په ملی تولید کې پر مخ  حرکت په ښه  او غوښتي توګه  ترسره شي ، نو د انفلیّشند مسئلې و د کارکسب د مسئلې  او دد ملی کرنسۍ د ارزښت  د مسئلې په څیر  ډیر مهم ا قتصادي مشکلات  به   په ښه ډول د آواري  په لور پرمخ لاړشي:::

 د اسلامی انقلاب معظم لارښود  د ۱۴۰۳کال په شعار کې  دتولید په ودې کې د  خلکو پر رول ټينګار کړی دی.بې شکه  د اسلامی انقلاب بریالیتوب  او همداراز  په دوام کې د  ولس په دوامدار او تل پاتې  شتون او ملګرتیا سره  داسلامی انقلاب  تثبیت او اقتدار  ترلاسه شوی دی .د خلکو پر رول ټينګار په دې دلیل دی چې  دوي له یوه پلوه  په دې باؤر دي چې  دهیواد ټول مشکلات د خلکو په شتون سره  حل کیدونکي  دي  او له بله پلوه اقتصاد ولسی شوی  او  تولید ته د  خلکو   د پښو پل رسیدا سبب کیږي،د اقتصاد او تولید په ډګر کې له ولسی ظرفیّتونو لازیاته استفاده وشي.

د اسلامی انقلاب د ستر لارښود له خوا اعلان شوی د کال شعار په راتلونکي یوه کال کې د  هیواد او حکومت د لارې د نقشې په معنا دی . دغه شعارونه  کومه سمبولیک  یا د ښکلا بڼه نه لري،بلکې  د حکومتونو دکار اساس جوړوي. په ۱۴۰۲ کال کې حکومت د تولید د ودې  او د انفلیّشن د  پيزواني کولو لپاره  ډير اقدامات کړي دي. که څه هم  د رهبرۍ ستر مقام  د نوي کال په شعار کې د انفلیشّن کنټرولول نه دي کارولي،خو دتولید وده به پخپله  د  انفلیّشن کمول په ځان پسې ولري.په نوي کال کې د حکومت اقتصادي پلانونه به له ولسی ظرفیّتونو څخه په استفادې سره د تولید د ودې په چورلیزتوب سره  وي. د اسلامی انقلاب د ستر لارښود تمه دا ده چې   حکومت  د کال د شعار په عملي کولو سره د  معیشتي  وضعیّت د ښه کیدا او د هیواد د اقتصادي مشکلاتو د ختمولو لپاره  ګام  پورته کړي.

که څه هم  د  اسلامی انقلاب د ستر لارښود له خوا د ؛  خلکو په ګډون  سره د  تولید وده : د ۱۴۰۳لمریزکال د  چورلیزي شعار په توګه ټاکلی او اعلان کړی دی،خو له تولیده ملاتړ د رهبرۍ  یوه هغه دایمي غوښته ده چې  په تیرو کلونو کې هم په مستقیم او غیرمستقیم ډول  دوي ورته اشاره کړې ده.د اسلامی انقلاب معظم لارښود  له تولیده  پر ملاتړ ډير دلیلونه لري ، چې ځیني  دلیلونه ئې تاسو سره شریکوو.

  1.      د ایران د  اقتصادي مشکلاتو  اصلي عامل د تولید کمزورتیا ده .

په ایران کې د تولید د حیات کمزورتیا او په دې پسې ،د انفلیّشن د اندازې زیاتیدا، د ملی کرنسۍ د ارزښت کمیدا، له هیواده دوړتیاؤ او پانګې تښتهاو داسې نورې ځيني مسئلې ديچېکابو دوه سوه کلنه مخینه لرياو همدااوسهم د هیواد ترټولو مهمه اقتصادي مسئله ده . د هغو د مسئلې شونې مقصد دا دی چېهمه هراړخیز والیاو شمولیّت لري او همد هغو د حل او ختمولو په باب عمومي افکاراندیښنه او حساسیت لري .دا موضوعشونه په تیره بیا له دې اړخهاهمیّت لري چېله کابو یوې لسیزې راهسې تردې دمه ،د ایرانیانو ژوند د هغه انفلیّشن له ترټولو سختو څپو څخه اغیزمن شوی چې په هغو کې،د ښاریزو د اخستو د قدرت په کمیدا سره،د ځينو اجتماعي تاوانونو په رابرسیره کیدا او دودیدا سره په ایران کې د ژوند ځيني سټنډرډونهله ځوړتیا سره مخشوي دي .له دې نظره،په دې موضوعټينګار او ورته توجه او د هغو حل ددې په ترڅ کې چې د نظام د اجتماعي سرمائېپه احیاء کېډير اغیزشیندي،د ایران د اقتصادي ودې لازمه هم حسابیږي.

د اسلامی انقلاب ستر لارښود په کرتو وئیلي دي اقتصادي وده،د تولید د ودې او روڼتیا له لارې ترلاسه کیږي:: اقتصادي وده ،یوازې د تولید دودېله لارې ترلاسه کیږي او په داسې شرائطو کې چېدامریکا د فکرونو کوټې دهیوادد اقتصاد په ضد هراړخیز جنګته مخه کړې ده ، د هیواد داقتصادي وضعیّتښهکیدا یو دوامدار ې او چټکې ودېته اړتیا لري،باید په داخلي سیاستونو باندې او د مقاومتي اقتصادي په بهرنئ بڼې باندې په تکیې سره د هیواد اقتصادی وضعیّت سم شی او د انفلیّشن د کنټرولولو او د ملی کرنسۍ د ارزښت په ساتلو سره ، د داخلیکارکسب د رامینځةکونکو او صنعتګرانو په همت سره ، د ملیتولید اندازه زیاته شي. مونږ به کلهدغه دومداره او چټکه ودهترلاسه کړو؟ ، هغه مهالچېد ولس په ملاتړ او هدایت سره تولید زیات کړئ شو.

د اسلامی انقلاب معظم لارښود د ۱۴۰۳لمریز کال د وري د میاشتې په لومړنۍ نیټه پخپلېوینا کې هم په دې باب وفرمائيل؛ ددې لپاره چېد هیواد اقتصاد وغوړیږي، د هیواد هره وړهَ او لویه پيّه باید وکارول شي؛ ټول باید هڅه وکړي، هم د هیواد له بیخ بینائيو استفاده وشي او همله ولسینوښتونوڅخه استفاده وشي، هم د اقتصاديفعالانو د مدریّت له قدرته او هم له مدیریّتی فعالانو څخه استفاده وشي، له تعلیمیافته ځوانانو څخه باید په حقیقي کلمې سره استفاده وشي؛ له پوهه بنسټه شرکتونو څخه بایدملاتړ وشي ، دوي ټول آوزارونه دي ، داسې وسایل دي چېکه په ټول کېورته توجه وشي ، نو بې شکه د هیواد اقتصاد به وغوړیږي.

  1. له تولیده ملاتړ،د بیروزګارۍ ، بې وځلئ او انفلیّشن پشمول د اقتصاد د مهمو ګرافونو د ښه کیدا لازمه  ده....

د تولیدد ودې پر موضوع د اسلامی انقلاب د ستر لارښوددټینګاریو اصلی دلیل، هغه مهم رول دی چې تولید ئې د بیروزګارۍ ، بې وځلۍاو انفلیّشنپه څير د مهمو ګرافونو په ښه کیدا کېلري. دوي په دې باب همووئيل؛ باید خیال وساتل شي چېکه په هیواد کې تولید کم شي،نو د بیروزګارۍ، ځوړتیا، د معیشت سختواليپه شمولدرستې اقتصادي بلاګانېله ځان سره راوړياو دا پيښه نورهله هیوادهله بهر سره هیڅ ارتباط نه لري . که د تولید په لاره کې خنډونه جوړ شي او ملی تولیدکم شي، نو زمونږ ځوانان بیروزګاره کیږي . داچېنور له امریکا او اروپاسر هد ارتباط له لارېنشي حل کیدلی، دا باید مونږ پخپله حل کړو،داهغه کارونه دي چې د مونږ په غاړه دي.

  1. له تولیده ملاتړ، د دښمن له اقتصادي جنګ سره  دمقابلې لازمه ده .

دښمنانو په وروستیو کلونو کې د ایران د اسلامی جمهوریتپه ضد دترکیبی جنګله سټراټژۍ استفاده کړې ده په دغه جنګ کې اساس او بنیاد پر اقتصاد وی . بندیز ددغه جنګ یو اصلي آوزار دی .بندیزو اقتصادي ناخوالۍ او خپګانونه رامینځةکوياو اقتصادي کړکیچونهد ارزښتونو او حالاتو پشمول پر نورو حوزود دښمن د تمرکززمینه هم برابروي . په همدې اساس ، د اسلامی انقلاب معظم لارښودحضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي په وروستیو کلونو کې تل د تولید پر ودې او روڼتیا ټينګار کړی دی.

د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والود کال د شعار نومې لړۍدنننی دوهم مطلب وخت هم همدومرهؤنو تر بل مطلب پورې مو په نیاؤمن خداي سپارو، هرچرته ئې یاست روغ جوړ اوخوشاله اوسئاودخپلو کورنیو او خپلو خپلوانو خیال هم ساتئاوPARSTODAY.IR/PS انټرنیټي ایډریس  هم هیر نه کړئ  او له تازه او وروستیو سیمه ایزو او نړیوالو خبرونو، تبصرو ،راپورونو او مرکو  او حالاتو ځانونه خبر کړئ، نو تر هغه وخته مو سرلوړي  له پاک خدایه غواړو .  

 

  1. (سیماب)

**********************************************************************************************************************************************************************

 

ټیګونه