Apr 04, 2024 13:33 Asia/Kabul
  • د جمعې ورځ، د صهیونیسټي رژیم پر وړاندې د آزادو ملتونو د جوش او جذبې ورځ/ د امام خامنه يي د وینا لنډیز

پارس ټوډې – د اسلامي انقلاب معظم رهبر، تېره شپه د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ له مشرانو، چارواکو او استازو سره په کتنه کې، په الاقصی طوفان او پر غزې د برید د موخو په ترلاسه کولو کې د صهیونیسټي جنایتکاره رژیم دوو ماتو ته په اشارې سره ټینګار وکړ: سږ کال به د قدس ورځ ان شاءالله، د ایران ملت او د مسلمانو او آزادي غوښتونکو ملتونو په جوش او جذبې سره، د غاصب رژیم پر ضد په نړیوال جوش او جذبې باندې تبدیل شي.

امام خامنه يي پر دې خبرې په ټینګار سره چې باید اجازه ورنکړل شي، د غزې مهمه مسئله، د نړۍ د عامه افکارو له لومړیتوبونو څخه ووځي، د صهیونیسټي رژیم جنایتونه، لکه نسل وژنه او ډله ایزې وژنې او پر ښځو او ماشومانو، ناروغانو او روغتونونو باندې بریدونه یې، د وروستیو دورو په تاریخ کې بې ساري وبلل او زیاته یې کړه:

دا جنایتونه دومره لوی دي چې حتی په غربي کلتور او په اروپا او امریکا کې روزل شویو کسانو هم خپل د اعتراض غږ پورته کړی دی.

هغوی د شپږ میاشتو جګړې ته په کتو سره، صهیونیسټي رژیم په دوو اړخونو کې ناکام وباله او ویې ویل:

د دوی لومړۍ ناکامي د تلې د میاشتې په پنځلسمه نېټه د الاقصی طوفان وو، چې د استخباراتو او پوځي تسلط دعوه کوونکی رژیم، د محدودو منابعو په لرلو سره د مقاومتي ډلې له سترې استخباراتي ناکامۍ سره مخامخ شو او د صهیونیسټي رژیم دغه ناکامي او ذلت به، هېڅکله ترمیم نه شي.

حضرت آیت الله خامنه يي، د صهیونیسټانو دویمه ناکامي، د غزې پر تړانګې په حملې کې د اعلان شویو هدفونو په ترلاسه کولو کې پاتې راتلل وبلل او د صهیونیسټان چلندونو، د پریکړه لیکونو د ویټو په ګډون، د امریکې له هراړخیز پوځي، مالي او سیاسي ملاتړ، له هغې ډلې د پریکړه لیکونو ویټو کول او د وروستي پریکړه لیک غیر پابند بللو خالص دروغ ته په اشارې سره وویل:

له دې ټولو ملاتړونو سره سره، صهیونیسټان حتی ونتوانېدل چې خپل یو اعلان شوی هدف هم ترلاسه کړي.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر زیاته کړه:

دوی غوښتل چې مقاومت او په ځانګړې توګه د حماس ډله له منځه یوسي، په داسې حال کې چې نن ورځ حماس، اسلامي جهاد او د غزې مقاومتي ډلې د ستونزو په زغملو سره، غاصب رژیم ته د ګوزار ورکولو په حال کې دي.

هغوی په بې رحمۍ سره د بې ګناه ښځو او ماشومانو وژل، د مقاومت د مبارزینو پر وړاندې د صهیونیسټانو د بې وسۍ له امله وګڼل او ویې ویل:

د صهیونیسټانو ناکامي به خامخا دوام لري او د هغوی ناوړه هڅې به، لکه هغه کار چې په سوریه کې یې ترسره کړ او بې له شکه چې د کار څپېړه به هم وخوري، د دوی ستونزې نه شي هوارولای.

امام خامنه يي پر دې په ټینګار چې له هغه جال څخه هغوی خپله ځان پکې بند کړی دی د صهیونیسټانو ژغورل ممکن نه دي او زیاته یې کړه:

صهیونیسټي رژیم ورځ تر بلې کمزوری او د زوال او تباهۍ خواته نږدې کېږي او هیله لرو چې زموږ ځوانان به هغه ورځ وویني چې قدس شریف د مسلمانانو په لاس کې وي او هلته لمونځ وکړي او اسلامي نړۍ د غاصب رژیم د بربادۍ ورځ ولمانځي.

هغه په ​​دوام کې د اسلامي جمهوریت رامنځته کېدل، د اسلامي نړۍ لپاره یو ښه فرصت وباله او د اسلامي نظام د پیاوړتیا او د دښمنانو پر کمزوري کېدو یې په ټینګار سره وویل:

سیمه ایزې محاسبې او د مقاومت د جبهې او مقابلې جبهې حالات له الاقصی طوفان وروسته بدل شوي او په راتلونکی کې به نور هم بدل شي او د «اسلام او مقاومت او د ایران د اسلامي جمهوریت» دښمنان، په ناچارۍ سره دې بدلونونو ته د غاړه ږدو ترڅنګ، باید پوه شي چې نه شي کولای په دې سیمه او په اسلامي ټولنه کې واکمن شي.

همدارنګه په دغه کتنه کې د اسلامي انقلاب معظم رهبر، د خپلې وینا په یوه مهمه برخه کې، د خلکو لپاره او د دوی د هوساینې لپاره کار کول او د هېواد د پرمختګ لپاره هلې ځلې، د خدای لپاره کار وباله او ټینګار یې وکړ:

د خلکو د کار د ستونزو حلولو لپاره هڅه کول، یعنې د الهي ارادې درلودل دي او خدای به خامخا د دې هڅې برکت او اجر ورکړي.

امام خامنه يي د "خلکو په ګډون سره د تولید ودې" شعار د عملي کولو او نه کولو په اړه، د حکومت مداخلو ته اشاره وکړه او د دغو مداخلو په کمولو یې په ټینګار سره وویل:

ډګر ته د خلکو مالي، فکري او نوښت راوستل، د هېواد لپاره ډېرې ګټې لري.

هغوی انساني وړتياوې له طبيعي ظرفيتونو څخه ډېرې مهمې وبللې او زياته يې کړه:

د ایران ملت د نړۍ له اوسط څخه د لوړ استعداد او هوښیارتیا لرل، ۳۶ میلیونه ځوانان، ۱۴ میلیونه یې لوړې زده کړې، ۳ میلیونه محصلین، له ۱۰۰ زرو څخه زیات علمي غړي او استادان او تر ۱۵۰ زره ډاکټران، د ایران له بې سارې بشري ظرفیتونو څخه دي.

حضرت آیت ا... العظمی خامنه يي په دوام کې، د هېواد فوق العاده ظرفیتونو ته په پام سره د اقتصادي حالت د ښه والي لپاره د خلکو هیلې، د اجرا وړ وبللې او ویې ویل:

د ۶۴ مهمو معدني موادو  او د نړۍ ۷ سلنه طبیعي زیرمو په درلودلو سره، په داسې حال کې چې ایران د نړۍ د نفوس یو سلنه برخه لري، یو ډېر مناسب ظرفیت او فرصت دی.

د څه باندې ۳۷ میلیونه هکتارو کرنې وړ ځمکې په درلودلو سره، د اوبو د مدیریت له دې مهم کرنیز ظرفیت څخه په بشپړه توګه ګټه اخیستنه او د فولادو او سمنټو په شان د نړۍ د تولیداتو په لوړو کتارونو کې د ایران شتون، د ایران له نورو طبیعي ظرفیتونو څخه وو چې د انقلاب رهبر ورته اشاره وکړه.

مهمې جملې: آیت الله خامنه ای څوک دی، د غزې تړانګه، د اسرائیلو ماتې، د الاقصی طوفان، د قدس نړیواله ورځ، د ایران وضعیت

ټیګونه