Apr 14, 2024 14:43 Asia/Kabul
  •  د ارجنټاین په قضايي نظام کښې د اسرائیلو د نفوذ قیصه او د ایران پرضد پروپاګنډې

پارس ټوډې ـ د دیارلس سوه درې اویایم هجري لمریز کال د چنګاښ د میاشتې په اوویشتمه نیټه په بوینس ایرس کښې په یوې سترې ودانۍ کښې چې د ارجنټاین د یهودیانو وه ځان وژونکي حمله شوي وه چې له کبله یې پینځه اتیا کسان مړه او څه د پاسه درې سوه نور ژوبل شوي وو.

د دغه حملې د څو کلونو له تیریدا او د اسرائیلو په هڅو سره د ایران پرضد ډیر سندونه او ګواهانې مطرح شوې چې په تر ټولو ښکاره ډول د هغوې جعلي توب او دروغ والی ثابت شو.

خو بیا هم په ارجنټاین کښې د صهیونیسټ رژیم او د دوې د عواملو لخوا په دغه برید کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د ګناهګار ښودلو لپاره هڅې ختمې شوي نه دي.

د اسرائیلو او د ارجنټاین د دوه اړخیزه ټولنې امیا  او د اسرائیلو او د ارجنټاین د ټولنې د پلاوي (دایا) په نوم دوو مرکزونو کښې د بم چاودنو په وخت د صهیونیسټ رژيم چارواکو په چټکۍ سره ایران د دغو بم چاودنو مسوولی وباله او له هغه وروسته یې هڅه وکړه چې په بوئنوس ایرس کښې د ایران د سفارت مخ ته په ډیرو مظاهرو سره رسندوي فضا په سخته تر خپلو تبلیغاتو لاندې راولي.

صهیونیسټ قاضي:

د دوسیې مسوولیت د ارجنټاین فیډرال قاضي «خوان خوزه » ته وسپارل شوه خو د ایران د اسلامي جمهوریت پرضد د جعلي دوسیې په جوړولو کښې د ارجنټاین د دغه قاضي کړچار هغو کسانو ته چې ځانونه د دغه دوسیې شاهدان معرفي کوي د رشوت ورکول وو او په دې هکله د هغه نور اقدامات سبب شول چې خوان خوزه ګالئانو  چې د خپلو د سندونو د برابرولو په وخت له یولسو رسمي تورونو سره مخامخ و د دیارلس سوه څلور اتیایم هجري لمریز کال د زمري د میاشتې په دولسمه نیټه د ارجنټاین د قاضیانو د لوړې شورا لخوا له خپلې څوکۍ څخه لیرې کړی شو او د هغه د قضاوت دوسیه هم باطله شوه.

د قاضي« خوان خوزه ګالئانو» له کاره لیرې کول په واضح ډول د هغو ټولو تورونو د دروغ والي ښودنه کوله چې هغه د امیا د دوسیې د لرلو په وخت کښې په یولسو کلونو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت او د ایران د ښاریزو پرضد مطرح کړي وو.

البته روښانه ده چې «خوان خوزه ګالئانو» یوازې د امیا د دوسیې په ارتباط د ارجنټاین په قضايي ادارې کښې د اسرائیلو د نفوذ لرونکي بهیر استازی نه و او د هغه په څنګ ته  کیدا سره د ایران پرضد د تورونو بهیر نه دی دریدلی.

خوان ګالئانو په دوسیې باندې د غور په بهیر کښې څو کسان مجبوره کړي وو چې د خپل هویت په پټ ساتلو سره په چاودنو کښې د ایران د لاس لرلو په هکله د ده د فرضیې په ګټه رایې ورکړي چې پکښې د امیا د دوسیې یوه مدافع وکیل او دغه راز د ایران ځینو تښتیدلو کسانو ته اشاره کولای شو.

قاضي خوزه ګالئانو په دې سربیره چې د ارجنټاین څلور بې ګناه افسران یې د امیا دوسیې په ارتباط له اتو څخه تر لسو کلونو پورې په زندان کښې قیدیان کړل د ارجنټاین د جاسوسۍ ادارې لخوا د یوه غلا شوي ګاډي دلال  ته څلور لکه ډالره رشوت ورکړ چې هغه په محکمې کښې اعتراف وکړي چې ده یو ګاډی د لبنان د حزب الله غورځنګ عناصرو ته چې د ایران لخوا د بم چاودنې لپاره ګومارل شوي وو ورکړی دی.

د ارجنټاین دغه قاضي دغه راز په دیارلس سوه دوه اتیایم هجري لمریز کال کښې په دغه هیواد کښې د ایران د پخواني سفیر «هادي سلیمان پور» په شمول د ایران د اټو ډيپلوماټانو د نیولو په هکله نړیوال حکم ورکړ چې دغه حکم د انګلستان په ډورهام ښار کښې د هماغه کال د زمري د میاشتې په دیرشمه نیټه د سلیمان پور د نیول کیدا سبب شو خو څرنګه چې د قاضي ګالئانو لخوا وړاندې شوي مدرکونه د انګلستان د قضايي محکمو لخوا ونه منل شول سلیمان پور د وږي د میاشتې په یویشتمه نیټه په ضمانت سره ازاد شو او نهایتا د دیارلس سوه دوه اتیایم هجري لمریز کال د لړم د میاشتې په دوه ویشتمه نیټه د انګلستان محکمې په ارجنټاین کښې د ایران د پخواني سفیر د بې ګناه والي په هکله اخري حکم صادر کړ او دوسیه یې په رسمي ډول ختمه اعلان کړه.

دغه قضايي حکم یو بل تر ټولو ښکاره سند دی چې ښودنه کوي د امیا په پیښه کښې د ایران د ډيپلوماټانو د ګناهګار ثابتولو لپاره د انګلستان محکمې ته د ګالئانو لخوا شپږزره(۶۰۰۰) مخیز وړاندې شوي سندونه چټي او جعلي وو او هغه  د ارجنټاین په قضايي محکمې کښې د صهیونیسټ رژيم د نفوذ ښودنه کوي.

د امیا د موضوع د تبلیغ لپاره په مراسمو کښې د صهیونیسټ رژیم د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو  او د هغې د ښځې  په څنګ کښې کیڼ لور ته د ارجنټاین ستر پادري

 

د اسرائیلو د دروغو ادعاګانو ایشوا کیدل

قاضي «کانیکو کورال» ته د دوسیې د مسوولیت په سپارل کیدا سره که څه هم د دغه دوسیې د محتویانو جعلي توب او د ایران پرضد د هغه تورونه په ښه ډول معلوم شول د دیارلس سوه پینځه اتیایم هجري لمریز کال د غوايي د میاشتې په یودیرشمه نیټه بیا هم د ارجنټاین حکومت د امیا او د دایا د صهیونیسټي ټولنو او د قربانیانو له کورنیو د یوې نوي جوړې شوي ډلې تر دباو لاندې د امیا د بم چاودنې د تورنو کسانو د تبرئه د حکم د باطلولو لپاره د استیناف یعني اپیل محکمه جوړه کړه خو په زړه پورې خبره دا چې محکمې د شکایتونو او د وکیلانو د خبرو له اوریدو وروسته د قاضي «خوان ګالئانو »او د ارجنټاین د حکومت پرضد د جرم اعلانیدل او د تورنو کسانو د تبرئه کولو په هکله د مخکني محکمې حکم تائید کړ او یوځل بیا یې د صهیونیسټي ارګانونو له دروغو په ډکو ادعاګانو د بطلان او چلیپا کرښه وکاږله.

د ایران په ګټه د اینټرپول پولیسو د غړیو رایه

په دوه زره څلورم میلادي کال کښې د ارجنټاین له اعتراض وروسته چې په دې هکله فیصله کول په دیارلس سوه څلور اتیایم هجري لمریز کال کښې په تلې میاشت کښې د اینټرپول پولیسو کلنۍ عمومي غونډې ته وځنډول شول.

دا ځل هم د اینټرپول مشر په دې خبرې سره چې د ارجنټاین قاضي د امیا په دوسیې باندې غور کولو کښې خلاف ورزۍ کړي ده عملا په دغو بم چاودنو کښې د ایران د ځینو ښاریزو د لاس لرلو په هکله ټول تورونه او اوازې رد کړې.

په دغه غونډې کښې د اینټرپول له سلو (۱۰۰)غړیو څخه پینځه نوي(۹۵)  هیوادونو د ایران په ګټه رایه ورکړه.

په هرحال په دې هکله د ارجنټاین په حکومت باندې د امریکا او د اسرائیلو د سیاسي دباونو شتون داسې موضوع ده چې ډیر خلک ورباندې اعتراف لري.

حتی د یوه سند نه وړاندې کول

سره له دې چې د امیا بحث تراوسه په دنیا کښې ډیر جنجالونه رامینځته کړي دي خو د دغه دوسیې لپاره د څو قاضیانو له بدلیدا سره سره د ایران پرضد په ټولو اړونده محکمو کښې هیڅ ډول مدرکونه او ثبوتونه لاس ته نه دي راغلي.

د کاملا سیاسي او د غیر حقوقي دلایلو په خاطر دغه دوسیه خلاصه پریښودل شوي او هر وخت چې اسرائیل دایران لخوا تر دباو لاندې ورځي نو تل اویو هڅه کوي د امیا دوسیه بیا مطرح کړي او د امریکا په شان د دنیا ځینې ستر قدرتونه هم مرسته کوي چې دغه دوسیه ژوندۍ وساتل شي او له دې لارې ایران د ځینو نړیوالو ټولنو لخوا تر دباو لاندې ورشي.

له بلې خوا دغه خبره نشو منلای چې د ایران په شان یو هیواد په یوې سیمه کښې او په لنډ وخت کښې دوې(۲) بم چاودنې وکړي په داسې حال کښې چې نه یوازې د دغو بم چاودنو وخت مناسب نه و بلکې د ځایې له پلوه هم په ډیرو هیوادونو کښې د اسرائیلو د سفارتونو په شمول په ډیر خبري کوریج او پوښښ او په لا ښو ځایونو کښې دا ډول بریدونه کیدلای شو.

د صهیونیزم لوړ نفوذ

سردار وحیدي چې د ایران په دفاع وزارت کښې د خدمت له ختمیدا وروسته د سټراټيژیک دفاعي مرکز د مشر په توګه ګومارل شوی و له« تراز» مجلې سره په مرکه کښې د امیا  په دوسیې باندې د غور څرنګوالي ته اشاره وکړه : زما د تحقیقاتو پراساس هر وخت چې ارجنټاین له ایران سره د اړیکو د پراخولو هڅه کړي ده او هر کله چې اسرائیل د نړۍ د هیوادونو لخوا د خپلو جنایتونو او د ماشومانو د وژنو په دلیل تر دباو لاندی راغلی نو په دغو سترو دروغو ویلو پسې تللی دی.

حتی هغه وخت چې ارجنټاین وویل مونږ چې هرڅومره له اسرائیلو وغوښتل چې د بم چاودنو په هکله سند وړاندې کړي نو هیڅ ثبوت یې نه درلود او څرنګه چې له امیا  بم چاودنو مخکې د اسرائیلو پرضد یوه بله چاودنه هم شوي وه ارجنټاین وویل ولې تاسو هغه بم چاودنه نه تعقیبوئ؟

البته په دنیا کښې هم کوم هیواد د صهیونیسټ رژیم دغه له دروغو ډکه دوسیه نه ده منلي.

صهیونیسټ رژیم په ارجنټاین کښې هم لوړ نفوذ ترلاسه کړی دی.

د ایم اي کی(MEK) ټروریستان

دغه راز په تیرو کلونو کښې د ارجنټاین د کارګرانو د اتحادیې  د مشرې «الیا» د وینا پراساس د ارجنټاین خلک د امیا موضوع د حقیقت معلومیدا ته لیواله شوي دي.

خو هغې وویل د ایم اي کی ترهګرې ډلې په شان د ایران ضد د منظم شویو ډلو او د صهیونیسټي لابۍ زیات تبلیغات د حقیقت د کشفیدا خنډ شوي دي.

د هغې د څیړنو پراساس د امریکا چارواکي له حیرانتیا څخه په ډک ډول په دغه موضوع کښې لاسوهنه کوي او حتی د خپل د نظر مخالف قاضیان له کارونو لیرې کوي

 

ټیګونه